د آسیا پراختیایي بانک (ADB) تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې یاد بانک د افغانستان لپاره د ۴۰۵ میلیون ډالرو مرستندویه بسته منلې او له دې مرستې به په افغانستان کې د خوراکي امنیت، د اړینو روغتیایي خدمتونو او پوهنې لپاره ګټه واخیستل شي.
د آسیا پراختیایي بانک زیاته کړې؛ چې د یاد بنسټ نوې مرستندویه بسته به، د په افغانستان کې د خلکو بیړني ملاتړ او بېمخینې بشري ناروي په ځواب کې د ملګرو ملتونو سازمان مرسته رسوونکو سازمانونو لخوا ووېشل شي.
د یاد بانک د اعلامیې پر بنسټ؛ د آسیا پراختیایي بانک له یادو ۴۰۵ میلیون ډالري مرستې به د خوړو نړیوال پروکرام (WFP) او د ملګرو ملتونو سازمان کرهنه (فائو) به په ترتیب سره ۱۳۵ او ۶۵ میلیون ډالره ترلاسه کړي.
د آسیا پراختیایي بانک زیاته کړې؛ چې له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو سازمان د ملاتړ صندوق (یونیسف) به هم د یاد بانک ۲۰۰ میلیون ډالره نرسته ترلاسه کړي او له هغې څخه به د لومړنیو روغتیایي ساتنو او پالنو، د روغتونونو اړینو خدمتونو او همداشان د واکسینو چمتو کولو لپاره ورڅخه ګټه واخیستل شي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې پر افغانستان د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته دا هېواد له اقتصادي او بشري ناورین سره مخ شوی.
دا ناورین د بېوزلۍ ذو د سيل په توګه له افغانستان څخه د ځوانانو د تېښتې لامل شوی او د نړۍ هېوادونو او مرسته رسوونکو سازمانونو څو، څو ځلې په دې اړه خپلې اندېښنې وړاندې کړې دي.
2 تبصرې
… [Trackback]
[…] Here you can find 1279 additional Information on that Topic: aamajnews24.com/ps/aid-8/ […]
Good post! We will be linking to this particularly great post on our site. Keep up the great writing