د افغانستان مرکزي بانک نن ( سه شنبه، د دلوې ۵ مه) خبر ورکړی چې د نړیوالې ټولنې بشردوستانه مرستو په دوام، نن په نقد ډول د ۳۲ میلیون ډالرو بله مرسته افغانستان ته راورسېده.
مرکزي بانک د نړیوالې ټولنې له بشردوستانه مرستو څخه ستاینه کړې په دې برخه کې د دوی زیاتو همکاریو غوښتونکي شوي.
له دې وړاندې هم د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان نقدي مرستې افغانستان ته رسېدلې وې.