د ایران پخوانی ولسمشر له آماج سره په ځانګړې مرکه کې: طالبان د ټولې نړۍ لپاره ګواښ دی؛ چین، روسیه او پاکستان به د طالبانو له ملاتړ پښېمانه شي

لخوا Aamaj News

د ایران پخواني ولسمشر محمود احمدي نژاد له آماج سره په ځانګړې مرکه کې ویلي؛ چې طالبان نه دیني خوځښت دی او نه قومي. نوموړی زیاتوي؛ چې دین په وسلې سره ځای نه نیسي. 

د ایران پخواني ولسمشر په وینا؛ یو ډله چې د وسلو په زور سره د خلکو له غوښتنې سره په ټکر کې واک ته ورسېږي، ټولې نړۍ ته ګواښ دی. 

د احمدي نژاد په باور، امریکایانو د طالبانو ملاتړ وکړ او پاکستان کې یې تمرین ولید. 

نوموړی د خبرو په یوه برخه کې وایي چې چین، روسیه او پاکستان به د طالبانو له ملاتړ پښېمانه شي. 

احمدي نژاد ټینګار کوي، چې طالبان د خلکو غږ پورته کولو مخالف دي. نوموړی وایي: “فاریاب،  پنجشیر” یا د افغانستان بل هر ځای کې د خلکو د نظر وړاندې کول فضا رامنځته شي، طالبان به له دي بهیر سره مخالفت وکړي. 

د ایران پخواني ولسمشر څرګنده کړې، چې په افغانستان کې داعش او القاعده په بیړې سره تګ لارې جوړوي او هرکله چې چمتو شول، ټولو ګاونډیو هېوادونو ته به جدي ګواښ وي. 

احمدي نژاد زیاته کړې؛ چې د افغانستان بنسټیز ستونزه په یاد هېواد د بهرنیو اشغال دی. 

همداشان احمدي نژاد ویلي؛ چې د افغانستان خلک نه غواړي چې په ورته شرایطو کې ژوند وکړي. اوس نه خو راتلونکي کې به پنجشیر کې تحرکات پیدا شي او پر نویو معادلاتو به اغیز وکړي. 

له محمود احمدي نژاد سره به د آماج نیوز ځانګړې مرکه ډېر ژر خپره شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ