مقاومت جبهه: یوناما دې جرعت وکړي او له طالبانو څخه دې په پنجشېر کې د بشر حقونو تر پښو لاندې کوونکو په توګه نوم واخلي

لخوا Aamaj News

د مقاومت جبهې ویاند صبغت‌الله احمدي افغانستان کې دملګرو ملتونو سازمان له مرستیال هیئت څخه په پنجشېر کې له طالبانو څخه د بشر حقونو تر پښو لاندې کوونکو په توګه د نوم نه اخیستلو له امله نیوکه کړې.

احمدي تېره ورځ (چهارشنبه د وږې ۲۳مه) پر خپله فېسبوک پاڼه په خواشینۍ سره ویلي: «ټولو معتبرو سندونو ته په کتو چې د طالبانو لخوا یې په پنجشېر کې د لاس تړلو جنګي بندیانو په قتل رسول او وحشت ناکه جنایتونه څرګندول او یوناما د طالبانو له نوم اخیستو پرته په پنجشېر کې د بشر حقونو په پراخ ډول تر پښو لاندې کولو څخه اندېښنه ښودلې.»

د مقاومت جبهې ویاند ټينګار کړی، چې یوناما او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړی استازی باید د یاد بنسټ د ماموریت او ژمنو سره سم افغانستان کې د طالبانو د نوم اخیستو جرعت ولري.

نوموړي غوښتي چې یوناما دې د طالبانو بشر ضد او جنګي جنایتونو په غندلو سره د ملګرو ملتونو سازمان له امنیت شورا وغواړي چې د یادو جنایتونو د درولو لپاره بېړنۍ چارې تر لاس لاندې ونیسي.

احمدي د پینځو طالب جنګیالیو له نیول کېدو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده: «پینځه طالبان چې د مقاومت جبهې ځواکونو لخوا یې د چورلکې موخه ګرځېدو وروسته زموږ لاس ته ولوېدل او لا هم زموږ په بند کې دي، د انساني اصولو سره سم چلند ورسره کېږي.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ