د مقاومت جبهه: افغانستان یو بې ور او بې کړکۍ کورته ډېر ورته والی پیدا کړی

لخوا Aamaj News

د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ویاند، صبغت‌الله احمدي ویلی چې په کابل کې د نړیوالو ترهګرو ډلو په آزادانه حضور سره، دغه هېواد یو بې ور او بې کړکۍ کور ته ورته شوی دی.

ښاغلي احمدي نن (سه شنبه، وږي ١) په خپله فیسبوک پاڼه کې د یو پیغام په خپرولو سره د هېواد په مرکزي او شمالي ولایتونو کې د بې پیلوټه الوتکو د ګزمې د دوام خبر ورکړی دی.

د احمدي دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو ډېری مخالفین په دې باور دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان اوس د نړیوالو ترهګرو په خوندي ځاله بدل شوی دی.

د يادونې وړ ده چې د تېرې مياشتې په لومړیو کې، د امريکا متحده ايالات په کابل کې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري په يوه هوايي بريد کې وواژه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ