د په تاجیکستان کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفیر، محمد ظاهر اغبر په یاد هېواد کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې؛ په ملګرو ملتونو سازمان کې د طالبانو د استازي له نه منلو څخه ستاینه وکړه او طالبان یې یوه ترورېستي ډله بللې ده.
اغبر په یاده ناسته کې ویلي: «بې له شک څخه چې په افغانستان کې د طالبانو په اصطلاح حکومتوالۍ او سل ورځو تاوتریخوالي، نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو ته څرګند دي. چې د اوردو، پولیسو او امنیتي ځواکونو د کدرونو په مرموز ډول وژل، د نجونو د ښوونځيو بندول، د ښځو حقونو ته درناوی نه کول چې په حقیقت کې یې د خلکو ناهیليتوب او زرګونه کسانو تېښتې ته لاره هواره کړې او ټولې کړنې یې د نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف دي او د بشري او انساني حقونو تر پښو لاندې کول دي.»
په دوشنبه کې د یاده ناستې په ترڅ کې د افغانستان سفیر ټینګار کړی، چې د طالبانو په رسمیت پېژندل؛ د ترورېزم په رسمیت پېژندلو په مانا ده.