اغبر: د افغانستان خلک به د ظلم او ناروا دوه‌ګوني چلند په وړاندې ودرېږي او وسله‌وال پاڅون ته به دوام ورکړي

لخوا Aamaj News

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر، ظاهر اغبر په دوشنبه کې د مارچ د اتمې، د ښځو د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې وویل؛ چې افغان ښځینه مبارزې تل د نارینه وو تر څنګ درېدلې دي او تر نارینه وو هم مخکښې پاتې شوې دي.

د هغې په وينا، لکه څنګه چې د طالبانو له خوا د کابل له نيولو وروسته د عدالت او ازادۍ لپاره لومړنى حرکت د ښځو د ټولنې جوړېدل و، چې د اسلامي او انساني ارزښتونو او د جنسیتي دوه‌ګوني چلند، ظلم او نابرابرۍ په وړاندې د شهیدانو لویو هیلود پلې کېدو په موخه د کابل او ټولو ولايتونو واټونو ته راووتلې او چیغې یې وهلې.

نوموړي طالبان سولې او ټول‌ګډونه حکومت جوړلو ته چې د خلکو د رایې پر بنسټ رامنځته شوی وي، راوبلل او زیاته یې کړه؛ چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی.

ښاغلي اغبر څرګنده کړې؛ چې یو اړخیز حکومت به ناکام وي او د افغانستان خلک به د ظلم او ناروا دوه‌ګوني چلند پر وړاندې ودرېږي او وسله وال پاڅون ته به دوام ورکړي.

افغان سفیر په دوام کې ټینګار کړی؛ چې د ښځو له پامه غورځول د ارزښتونو د غندلو او له بشري حقونو څخه د سرغړونې په مانا دي او ښځې په حقیقت کې رښتینې مقاومت کوونکي دي؛ د طالبانو د بندخونو، سزاګانو او نورو ډیرو ستونزو په زغملو سره، د طالبان خواشینونکو کړنو په وړاندې شپه او ورځ مقاومت کړي.

نوموړي په وروستیو کې زیاته کړې؛ چې دا ځل به د افغانستان خلکو بریا د اتلو ښځو لخوا ترلاسه شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ