د ترورېزم له امله د افریقا په ناجیر، مالي او بورکینافاسو کې څه تېرېږي؟

لخوا Aamaj News

کله چې د افراطیت او ترورېزم له ګواښ څخه خبرې کړو، د تل په څېر د افغانستان په څېر هېوادونو ترڅنګ، د افریقا قاره هم زموږ ذهن ته رسېږي. هغه قاره چې په ۲۰۱۱ کال کې د عربي پسرلي وروسته د ترورېزم او افراطیت تر ګواښ لاندې راغلې ده.

موږ په دې څېړنه کې د افریقا درې یو بل سره ګاونډیو هېوادونو (بورکینافاسو، مالي او نایجر) وضعت ته کتنه کړو.

بورکینافاسو

په دې هېواد کې له پوځي کودتا څه باندې شپږ میاشتې تېرېږي؛ خو داسې برېښي چې د افراطیت او ترورېزم ګواښ لا هم په خپل ځای دی. وروستۍ پېښه هم د ۲۰۲۲ کال جون میاشتې ۲۸مه کې وه، کله چې د سینو ولایت کې تندروو ۵۵ ملکي وګړي ووژل.

خو دا په دې افریقایي هېواد کې د ترور یوه بېلګه ده. بورکینافاسو له څو کالونو را په دېخوا د القاعدې او داعش په ګډون د تندروو اسلام پالو ډلو د فعالیتونو مرکز باندې بدل شوی.

داعش او القاعده اوس د یاد هېواد د جغرافیې یوه لویه برخه کنټرول کوي؛ خو یوازې اسلام د بورکینافاسو د سیمو د ادارې لپاره یوه وسیله نه ده، بلکې د نشه‌یي توکو قاچاق، د انسان قاچاق، د ځمکو غضب او د وسلو قاچاق هم د تندروو ډول د بریالیتوب لپاره یو دلیل شمېرل کېږي. د پیسو هغه چینې چې کله نا کله دا ډلې په خپلو کې د یو بل په وړانډې هم ولاړوي.

د دې سربېره چې پخوانی دولت او اوسني پوځیان له یو شمېر یادو تندروو ډلو سره د خبرو اترو په هڅه کې دي؛ خو لا تراوسه کومه پایله نه لري او ورځ تر بلې د یاد هېواد ځوانان د بېوزلۍ له امله له دې افراطي ډول سره یو ځای کېږي.

بل پلو په یو شمېر افریقایي هېوادونو کې د افراطیت له پراخېدو سره، په بېلابېلو هېوادونو کې د یادو ډلو د شبکو اړیکې هم په یو جدي ګواښ بدلې شوې دي. همدا اوس دې تندروو د بورکینافاسو، نایجر، مالي، چاد او نایجریا ترمنځ د اړیکو شبکې رامنځته کړې دي. د اړیکو هغه شبکې چې د افریقا قارې د راتلونکي لپاره جدي ګواښ شمېرل کېږي.

مالي

په مالي کې وضعیت بورکینافاسو ته ورته دی، هغه پوځي واکمني چې شعار یې له تندروو سره مبارزه ده. خو په دې هېواد کې د افراط‌ګرایانو وروستي برید د ۱۳۲ ملکي وګړو ژوند واخیست، هغه ډله‌ییزه ووژنه چې په دې افریقایي هېواد کې یې د افراطیت د ګواښ زنګ غږولی.

د بورکینافاسو په څېر مالي کې هم د جغرافیې لویه برخه د اسلامي تندروو ډول لخوا اداره کېږي. داعش او القاعده له ډېرې جغرافیې او جنګیالیو سره د یادو ډلو په سر کې دي.

په مالي کې د افراطیت پراختیا له ۲۰۱۲ کال څخه ډېره شوه او د بېلتون غوښتونکو په ګډون بېلابېلو ډلو په دې افریقایي هېواد کې سر راپورته کړی.

په مالي کې د پوځيانو د دوه کاله وړاندې کودتا له فساد او جګړې د ستړو خلکو له هرکلي سره مخ شوه؛ خو داسې برېښي چې امنیت او آرامښت د رسېدو لاره اوږده ده. ځکه لا هم د ترورېزم خطر په خپل ځای دی او پراخه بېوزلي دې هېواد کې ثبات ګواښي.

نایجر

که څه هم له مالي او بورکینافاسو سره لږ شا بېل شرایط تجربه کوي او لا هم په دې هېواد کې ملکي حکومت واکمن دی؛ خو داسې برېښي چې افریقا کې د افراطیت پراختیا د دې هېواد لپاره هم جدي ګواښ شمېرل کېږي.

په نایجر کې د سیمه‌ییزو تندروو ډلو تر څنګ داعش او القاعده د افراطیت اصلي ډلو په توګه شمېرل کېږي او په دې هېواد کې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی.

په ټوله کې د یادو درې افریقايي هېوادونو امنیتي وضعیت ارزونې سره، داسې برېښي چې که نړیواله ټولنه د افریقا وضعیت ته پام ونه کړي، په دې قاره کې د ترورېزم خطر به په یو نړیوال سر خوږي بدل او د نړۍ امنیت به وګواښي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ