فاطمه حسیني، افغان عکاسه او د «زیبایی در میان جنگ» کتاب لیکونکې، د اروپايي اتحادیې د اکاډمۍ جایزه وګټله.
حسیني په دې وروستیو کې په دې بریالۍ شوه چې د انځورونو کتاب «زیبایی در میان جنگ» نړۍ ته وروپېژني.
نومړې په دې اثر سره وتوانېده چې اروپایي ټولنې اکاډمۍ جایزه وګټي.
په دې کتاب کې انځورونه د هغې د شپږ کالو پرله پسې کار پایله ده، چې په کې د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو د ژوند لاندنی پوړ د برسېره کولو او انعکاس هڅه شوې ده.
د اروپايي ټولني اکاډمۍ جایزه د اروپایي ټولني په غړو هیوادونو کې يو له معتبرو جایزو څخه ده چې هر کال د اروپايي ټولني له تعلیمي موسسو څخه یوه ته ورکول کیږي.
د یادولو وړ ده؛ چې دا جایزه د فاطمې حسیني کتاب ته د Lecce د هنرونو اکاډمۍ لخوا وړاندي شوې ده.
حسیني د خپل کتاب په اړه ویلي دي؛چې دا کتاب پینځه برخې لري او په هره برخه کې یې هڅه شوې چې ژوند، غم، خوښۍ او جوړوني د جګړې له طبقو لرې انځور کړي.
دغه کتاب تر دې وړاندې هم په څو نړيوالو نندارتونونو کې نندارې ته اېښودل شوی او ډېرو هنرمندانو د کتاب د ثبت شويو موضوعاتو په اړه مطلبونه ليکلي دي.