د طالبانو دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی.
د طالبانو دفاع وزارت وايي؛ چې ښاغلي مجاهد ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال په اچین، غني خېلو، نازیانو، مومنددرې، لعلپور او ګوشتې ولسوالیو او د ډیورنډ په پوله کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له قطعو او جزوتامونو څخه لیدنه کړې.
د ملي دفاع وزارت زیاتوي؛ چې په دې لیدنه کې مولوي محمد یعقوب مجاهد د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا څخه په دفاع ټینګار کړی او له طالب ځواکونو یې غوښتي چې له خلکو سره همکار ووسي.
دا په داسي حال کې ده؛ چې سرچینې آماج ته تاییدوي چې د طالبانو دفاع وزیر ننګرهار ته د سفر پر مهال له یوه بریده روغ وتلی. د ملا یعقوب داسي انځورونه په خواله رسنيو کې لاس په لاس کیږي چې طالب ځواکونه له یوې پېښي وروسته په بیړه نوموړی له سیمي لرې کوي. د پېښې جزیات نه دي په ډاګه شوي او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.
مجاهد تر دې وړاندې پنجشېر ولایت ته هم سفر کړی و.
دا په داسي حال کې ده؛ چې د ډیورنډ کرښه په وروستیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان له ننګونو ډکه موضوع وه او تل یې د کابل-اسلام اباد پر اړیکو اغېز کړی دی.
له بلې خوا طالبان په افغانستان کې د پخوانیو حکومتونو په څېر د ډیورنډ کرښه یوه فرضي کرښه بولي؛ خو پاکستان دا له افغانستان سره د اصلي پولې په توګه منلې او په وار وار یې ټینګار کړی، چې د تاریخ دغه پاڼه تړل شوې ده.
د ډیورنډ تړون په ۱۸۹۳ کال کې د افغانستان د وخت پاچا عبدالرحمن خان او د بریتانیوي هند د بهرنیو چارو وزیر مورتیمیر ډیورنډ ترمنځ لاسلیک شوی وو.