دیوې بلي ناروغۍ د خپرېدو اندېښنه; بیزو تڼاکه ناروغۍ افغانستان ته ورسېدل

لخوا Aamaj News

په داسي حال کې چې په نړۍ کې د بيزو تڼاکي ناروغۍ په اړه اندېښنې مخ په زیاتېدو دي، په نیمروز ولایت کې د طالبانو د عامي روغتیا رییس مولوي عبدالله په دغه ولایت کې د بیزو تڼاکي د دوو نوو پېښو د ثبت خبر ورکړی.

د مولوي عبدالله په وینا ناروغان هغه کسان دي چې تازه له ایران څخه راستانه شوي او په زیات احتمال سره له هغه ځایه له ځان سره ویروس راوړی وي.

همداشان د ټویټر یو کاروونکی د امام خمیني د روغتون څخه د یو انځور په خپرولو سره ادعا کړې چې د افغانستان یو ناروغ چې د بیزو تڼاکي په ویروس لړلی دی په دې روغتون کې يې بستر کړی.

په نیمروز ولایت کې د بیزو تڼاکي ناروغۍ د لومړۍ پيښي له ثبت وروسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکي له دې ویروس سره د طالبانو د مقابلې د نه توانمندي په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

دغه کارووکي وايي چې افغانستان چې له اقتصادي، امیتي او سیاسي ستونزو سره مخ دی د یو بل ناخوالي د زغملو توان نه لري.

په داسې حال کې چې د کورونا ویرس له خپریدو وروسته، په ټوله نړۍ کې روغتیایی سازمانونه تر پخوا لا فعال شوي او دبیزو تڼاکي ناروغۍ پر وړاندې بریالۍ مبارزه ممکنه ښکاري؛ خو د روغتیا د نړیوال سازمان یوې جګپوړې چارواکي، سیلۍ برایان خبرداری ورکړی، که ښه تدابير و نه نیول شي کېدای شي د بيزو تڼاکي ناروغۍ خپره شي.

اغلې برایان زیاته کړې چې د ویروس د مخنیوي لپاره لا هم چانس شته او مخکې لدې چې دا ناروغي په یوه پانډيمي تبدیله شې مخه یې باید و نیول شي.

د روغتیا نړیوال سازمان هر کال په سویلي افریقایي هیوادونو کې په ځانګړې توګه په کانګو او نایجیریا کې د بیزو تڼاکې د خپرېدو خبر ورکاوه. خو سږ کال دا ناروغي په لږ توپیر سره په اروپايي هېوادونو او امریکا کې هم خپره شوې ده.

د هغو کسانو په منځ کې د ویروس خپریدل چې د افریقا لویې وچې ته یې سفر نه دی کړی پانډيمۍ ته د دغي ناروغۍ د تبدیلېدو په اړه اندیښنې زیاتي شوي.

تر دې دمه په ۲۰ څخه زیاتو هیوادونو کې د بيزو تڼاکي ناروغۍ نږدې ۳۰۰ پیښې لیدل شوي چې هیڅ مړینه نلري.

لوړه تبه، سر درد، د عضلاتو درد، پړسوب، د ملا درد او د پوستکي تڼاکي د دغي ناروغۍ څرګندي نښې نښانې دي.

ویل کیږي چې دا ویروس د کورونا په څېر نه لیږدول کیږي او یوازې د مستقیم تماس یا جنسي اړیکي له لارې له یو شخص څخه بل ته لیږدول کیدای شي.

مخکې له دې، د روغتیا د کنټرول او مخنیوي لپاره د اروپا مرکز ټینګار کړی و چې هغه خلک چې د بیزو تڼاکي ناروغۍ شک ورباندي کيږي باید په بشپړ ډول قرنطین شي او هغه کسان چې له خطر سره مخ دي باید واکسین شي.

د بیزو تڼاکي ناروغۍ په لومړي ځل په ۱۳۵۸ کال کې په بیزوګانو کې چې د څېړنې لپاره ساتل کېدلې کشف شوه او په انسانانو کې د بیزو تڼاکې لومړۍ پېښه په ۱۹۷۰ کې د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې وپېژندل شوه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ