عسل لطیفي، په هرات کې زېږېدلې زده کوونکې او په بریتانیا کې مېشته، د سویس په جینوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې د WIN په ابتکار د «هغي ښځې چې د سولييز او باثباته راتلونکي الهام بخښونکي دي» تر سرلیک لاندې په جوړه شوې ناسته کې خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې چې د بشر د حقوقو په برخه کې د مشهورو شخصیتونو په حضور ترسره شوه اغلې لطیفي د نړیوالو استازو ته خپل د غمونو ډک ژوند او د افغان نجونو د اوسني وضعیت کيسه وکړه.
اغلې لطیفي په دغه ناسته کې وویل: «زما ماشومتوب د طالبانو له خوا واخیستل شو او اوس هم د افغانستان نجونې د دوی تر واکمنۍ لاندې هېڅکله به ازادې ونلري.»
هغې د خپل برخلیک او د افغان نجونو د وضعیت په یادولو سره وویل: «که څه هم زه اوس په یوه بډایه هیواد کې، له خپلې کورنۍ او عزیزانو سره، د وتلو له ویرې پرته او هر هغه څه چې وغواړم واغوندم خوندي یم خو اوس هم زه حیرانه یم چې څنګه دلته راغلم.»
اغلې لطیفي د نجونو په اړه د طالبانو پر تګلارې په نیوکي سره پوښتنه کړې: «ولې طالبان د یو معصوم ماشوم ازادي اخلي؟»
عسل لطيفي د خپلو حقونو لپاره د ښځو مبارزې په يادولو سره زیاته کړې: «تر سلو زیات کلونه کیږي چې موږ د افغانستان ښځې د عادلانه ژوند لپاره جنګیږو، او دغه بحراني وضعیت چې موږ ورسره لاس او ګرېوان يو، له دې قانون څخه استثنا نه ده. زما مور يوه ښوونکې وه او اوس هم امیدي ښوونکې ده، حتی په آنلاین ډول.»
اغلې لطيفي د افغان نجونو زړورتيا او مبارزې ته په اشارې سره وويل چې په هیواد کې يې نجوني ډېر زیار باسي. د هغې په وينا، دوى خپلي زده کړي او همدارنګه زړور لاريونونه سمبالوي.
په هرات کې زېږېدلې دغي زده کوونکې د خپلو خبرو په پای کې د نړۍ استازو ته ويلی: «زه له تاسو څخه غواړم چې د افغان ښځو غږ واوري. دا ښځې په سیمه او نړۍ کې د افراطیت د خپرېدو د مخنیوي لپاره د نړۍ مرستې ته اړتیا لري. دا وخت نه دی چې سترګې وتړو او یوازې د دوی غږونه له پامه غورځوو، دا وخت دی چې دوی ته لاس ورکړو، سترګې خلاصې کړو او دا جدي ونیسو، اوس د عمل کولو وخت دی.»
د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د عسل لطیفي دا خبرې په داسې حال کې د نړیوالې ټولنې له خوا اورېدل کېږي چې د طالبانو له نهو میاشتو واکمنۍ وروسته نن د افغان نجونې او ښځې راتلونکی په تورتم او ابهام کې دي او لا هم د زده کړو ته له حقه نه دي برخمني.