سی‌ان‌ان ته امریکايي افغانستان پېژندونکی: طالبان نه دي بدل شوي او لا هم له القاعدې سره یو دي

لخوا Aamaj News

د سی‌ان‌ان خبري شبکې کې د امنیتي چارو شنونکی، پیټر برګن ويلي چې طالبان نه دي بدل شوي او دوی لا هم له القاعدې سره نږدې اړیکې لري.

نوموړي دغې شبکې ته په یوه مقاله کې لیکلي، چې د ملګرو ملتونو له خوا په تازه خپاره شوي راپور کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراج‌الدین حقاني په ګډون پر طالب چارواکو د دغه سازمان بندیزونو او د امریکا د استخباراتو له خوا د هغوی تعقیب ته په اشارې سره دغه ډله پخپله د القاعدې غوندي ترهګري ډلي لپاره خوندي پنا ځای ده.

د هغه په ​​وینا، د اګست په میاشت کې د طالبانو لاس ته د افغانستان له سقوط وروسته، د القاعدې مشر ایمن الظواهري په یوه وېډیو کې راڅرګند شو او د طالبانو له مشر سره یې خپل د بیعت خبر ورکړ.

د ښاغلي برګن په مقاله کې راغلي چې د طالبانو وروستیو سرحدي ترینګلتیاوو په ځانګړي ډول له پاکستان سره، په نظر کې نیولو سره  طالبانو بهرنیو ترهګرو ډلو ته اجازه ورکوي چې له افغانستانه د اډې په توګه کار واخلي.

دغه د امنیتي چارو شنونکی په ​​افغانستان کې د امریکا پر ماتې په ټینګار سره زیاته کړې: «ټرمپ او بایډن دواړه د افغانستان په اړه احمق وو اوس موږ ټول د هغه بیه ورکوو.»

د امریکا متحده ایالات په ۲۰۲۰ کال کې د ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال له طالبانو سره په دې پلمه د سولي تړون لاسلیک کړ چې له القاعدې سره به اړیکې پرې کړي. په هغه وخت کې دا ژمنه پوره نه شوه. له هغه مهاله لا تر اوسه نه ده پوره شوې، او القاعده لا هم د نړیوال تروریزم محرک ځواک دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وار وار ویلي چې طالبانو لا هم له القاعدې سره اړیکې نه دي پرې کړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ