له افغانستان څخه بهر یو شمېر ډیپلوماټان فارن پالیسي ته: له ترورېستانو “طالبانو” استازولي نه کړو

لخوا Aamaj News

فارن پالیسي راپور ورکړی؛ چې طالبانو له افغانستان څخه بهر افغان ډيپلوماټانو ته د واټسپ او برېښناليک له لارې پیغامونه استولي او له دوی یې کاري پروګرامونه غوښتي. ډيپلوماټانو دغه پیغامونه څخه په مودبانه ډول ستاینه کړې او ویلي دي؛ چې دا د هغې ډلې پیغامونه دي چې، جوماتونو، روغتونونو کې د بمونو اېښودلو او چاودنو او په سپورټي سټېډیوم کې د قتل حکم ورکول باندې پېژندل کېږي.

په متحده ایلاتو کې د افغانستان سفارت یوازې د پېژندګلوۍ پیغامونه ترلاسه کړي، خو طالبانو په یو اروپایي هېواد کې له سفارت خونې د دوی کاري پلان غوښتی.

فارن پالیسي په خپل راپور کې ویلي، چې طالبانو پخپلو پیغامونو کې له ډېری ډیپلوماټانو غوښتي؛ چې له امیرخان متقي سره آنلاین غونډه ونیسي. بل پلو ډیپلوماټان دا د بهرنیو پُسټونو د کنټرول لپاره یوه علامه بولي.

له دې ډيپلوماټانو څخه دولس کسانو چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم یاد شي، فارن پالیسي ته ویلي؛ چې د طالبانو د اسلام افراطي نسخه له افغانستان سره نه جوړېدونکې ده.

له دې سره؛ د ډیپلوماټانو لویه شمېره نه غواړي له طالبانو استازولي وکړي او د طالبانو د لرې کولو لپاره د لارو چارو په لټه کې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ