له سقوط وروسته؛ د افغانستان پخواني پوځیان د ایران د کډوالۍ په ژوند کې له څه وضعیت سره مخ دي؟

لخوا Aamaj News

افغانستان؛ هغه ځای چې د خپل خونړي تاریخ په اوږدو کې یې عجیبې پېښې تجربه کړې دي او واک ته د رسېدو او نظامونو د راپرځولو لپاره وژل، نیول او ړندول نوې پېښه نه ده.

پوهان وایي چې د افغانستان خلکو په سترګو کې د پخوانیو نظامونو پرځول او د نویو نظامونو جوړېدل یو آشنا کړنه ده.

که د افغانستان تېرو پينځو لسیزو تاریخ ته کتنه وکړو، په اسانی سره دې ته رسېږو چې تقریباً ټول هغه نظامونه چې د یاده موده کې رامنځته شوي؛ په پاڅونونو او تاوتریخوالي سره یې یو بل له واک لرې کړي.

وروستی يې په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا له راتګ سره د طالبانو رژیم پرځېدل او په ۲۰۲۱م کال کې د امریکا له تګ سره یې بېرته راګرځېدل و. د اګېسټ په ۱۵مه پوځ وتښتېد او ۳۰۰ زره کسیز امنیتي ـ دفاعي ځواکونه هم په بشپړ ډول جلا شول.

په ورته وخت کې؛ د طالبانو په لاس د افغانستان د نظام له پرځېدو سره، د افغانستان ټول امنیتي ـ دفاعي ځواکونه بې برخلیکه شول او د ژوند د لګښتونو ترلاسه کولو لپاره کاونډیو هېوادو په ځانګړي ډول ایران ته روان شول.

سیاووش د افغانستان پخواني پوځ د افسر مستعار نوم دی؛ چې پوره اته کاله یې د هېواد په دښتو او واټونو کې د هېواد له خلکو ساتنه کړې.

نوموړی وایي: “ما پوځي اکاډمي په هندوستان کې پای ته رسولې، په متحده عربي اماراتو کې مې زدکړې وکړې او د خاورې د بقا لپاره د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې د دوښمن په وړاندې وجنګېدم او څو ځلې ټپي هم شوم.”

نوموړی زیاتوي: “د نظام له سقوط سره زه او زما په څېر نور بې برخلیکه شوو. له یو نظام سره د یو هېواد درلودلو هیلې مو د تل لپاره له ذهن پاکې شوې.”

نوموړی زیاتوي “بې پناه او بې کوره شوي یو. وطن نه لرو. آرامښت نه لرو. هره ورځ له افغانستان څخه ناهیلي کوونکی خبرونه اورو. زه د طالبانو لخوا د خپل سنکر ملګرو د وژل کېدو له لورېدو څخه ډېر بد حس لرم.”

نوموړي څرګنده کړه: “ما هېڅکله فکر نکړ چې له شل کالونو وروسته به د داسې چټک سقوط شاهد ووسم.”

سیاووش څرګنده کړه: “اوس ساختماني کاریګري کړم او د اته ساعتونو کا لپاره ۲۰۰زره ایراني تومان حقوق ترلاسه کوم. کورنۍ مې په افغانستان کې ده. له کورنۍ ملګرو او په ځانګړي ډول له وطن جلا والی راته ډېر سخت دی، مکر له صبر پرته بله لار نه لرم.”

جمشید د کمانډو سرتېري مستعار نوم دی چې وایي: “پینځه کاله د دې خاورې د ساتنې د سرتېري په توګه وم. موږ د جمهوریت او نظام ساتنې لپاره څه باندې ۷۹زره ځوانان قرباني ورکړل، خو اشرف غني زموږ ټولې شل کلن ارزښتونه شاته په پښه ووهل.”

جمشید، اشرف غني چې ځان یې سرقومندان اعلی بللو، د نظام پرځېدلو لامل بولي او نوموړی په تعصب او یو محورۍ باندې تورنوي.

نوموړی زیاتوي: “که اشرف غني توکمیزو، مذهبي او سیمه‌ییزو درځونو ته لمن نه وی وهلې، نظام نه پرځېدلو.”

جمشید زیاتوي: “زه له قاچاق لارې ایران ته دننه شوم. له پولې تېرېدل د رستم له اوو پړاونو تېرېدل دي. یو کوچني موټر کې ۱۲ کسان هم ځایوي. هره شېبه د پېښې امکان شته.”

د نوموړي په وینا؛ حتا ۱۲ ـ ۱۳ کلن ماشومان هم د ژوند د جبر له امله کډوال شوي. نوموړی په افغانستان کې له رامنځته شوي وضعیت څخه په بشپړ ړول ناهیلی دی.

په پخواني نظام کې د افغان امنیتي ـ دفاعي ځواکونو ترخې کیسې په داسې حال کې د پېښو ژورتیا په ګوته کوي، چې ډیری یې خپلې ورځې او شپې یوازې د ژوند کولو لپاره په جلاوطنۍ کې تیروي، نه د ژوند کولو لپاره.

د دې سربېره د نيمروز ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس صديق‌الله نصرت وايي، چې هره ورځ له دوو تر دوه نيم زرو پورې افغان کډوال له ايران څخه دغه ولايت ته راستنېږي.

نصرت زیاتوي؛ چې په دغو کډوالو کې بې کوره ښځې او ماشومان هم شامل دي چې له ایران څخه په زور ایستل کیږي.

د ایران حکومت د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په داسې حال کې ګړندۍ کړې ده؛ چې د طالبانو د بیا واک تر لاسه کولو وروسته بېکاري او بېوزلي په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو ده.

په ۲۰۲۱م کال کې د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې په ایران کې ۳ میلیونه او ۶۱۶ زره افغانان ژوند کوي، چې له دې ډلې څخه ۵۸۶ زره یې قانوني ویزې لري. ۷۸۰ زره کډوال او دوه میلیونه او ۲۵۰زره کسان نور هېڅ قانوني اسناد نه لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ