د مسکو سیاسي څېړنيز انسټېټیوټ رئيس سرګي مارکوف په یوه مقاله کې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو او د افغانستان په وړاندې د روسیې او تاجېکستان سیاست ته کتنه کړي.
مارکوف د یادې مقالې په یوه برخه کې د منځنۍ آسیا په پولو کې د ترهګرو له اړخه د روسیې اندېښنې ته کتنه کړې او له ولسمشر پوتین څخه یې په نقل لیکلي: “موږ په فعاله ډول د تاجېکستان دفاعي توان د تقویت لپاره کار کړو تر څو دا هېواد وکولی شي په ګټور ډول د بهر څخه له هر ګواښ سره مقابله وکړي.”
د مسکو سیاسي څېړنیز انسټېټیوټ رئیس د یادې مقالې په دوام کې د توکمونو پر بنسټ د قدرت جوړښته کتنه کړې او لیکلي یې دي “له پښتنو وروسته تاجېکان په افغانستان کې دویم لوی توکم دی”، خو د طالبانو له واکمنېدو سره، هلته تاجېکان “پاڅونونو ترسره کولو” په حال کې دي.
مارکوف د یادې مقالې په پای کې لیکلي؛ چې افغانستان کې د شته بدلونونو په پایله کې، اوس تاجېکستان لومړنی هېواد دی چې ښايي واک ته د طالبانو د رسېدو پایلې پر ځان تجربه کړي او په داسې حال کې چې لا په پوله کې هېڅ نښته شون نه لري، خو هېڅوک نه توانېږي په ۲۰۲۲م کال کې یې رامنځته کېدل رد کړي او روسیې هم له دې خطر سره د مقابلې لپاره ځان چمتو کړی.
د مارکوف څرګندونې په داسې حال کې کېږي؛ چې طالبانو په خپله واکمنۍ کې د توکمیز واک موضوع رد کړې او له ټول ګډونوالي یې خبرې کړي.