د روسیې اسپوتنیک راپور ورکړی، چې د ټولهییز امنیت د سازمان سرمنشي استانیسلاو زاس ویلي چې په اوس وخت کې د طالبانو له لوري د مستقیم پوځي پراخ ګواښ شتون نه لري، خو څه ناڅه افغانستان د سیمې د بېثباتۍ سرچینه پاتې شوې.
زاس ټینګار کړی؛ چې لاهم د نشهیي توکو او تروریستي ګواښونو په ګډون ګواښونه له افغانستان سرچینه اخلي.
د ټولهییز امنیت د تړون سازمان سرمنشي زیاته کړې چې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز ناورین له تروریستي ډلو او د نشهیي توکو د قاچاق وړونکو ډلو سره د افغانانو د یو ځای کې لامل کېږي.
نوموړي همداشان د افغانستان او تاجیکستان د پولو او روسیه د سویلي پولو د امنیت پر تقویت ټینګار کړی.