په افغانستان کې د واورو درنو اورښتو له امله؛ د هېواد دوه لویې لارې تړل شوې

لخوا Aamaj News

د سالنګونو د ساتنې او پاملرنې ادارې ویاند سمیع‌الله ولی‌زاده نن “شنبه د دلوی ۲ مه” ویلي؛ چې له تېرې شپې راپدېخوا د درتو واورو د اورښت او سختو بادونو له امله د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې.

د ولی‌زاده په وینا؛ دا لویه لاره د زړه بوږنوونکو پېښو د مخنیوي، انساني ناورین او مالي زیانونو له امله تړل شوې.

نوموړي زیاته کړې؛ چې د وړاندوینو پر بنسټ، چې د ورځې په اږدو کې به هم نا عادي وضعیت د یادې لارې په اوږدو دوام ولري؛ پر دې بنسټ د وضعیت تر ښه کېدو به لاره د موټرونو پر مخ تړلې وي.

ولی‌زاده په دوام کې ویلي؛ چې تر راتلونکې خبرتیا دې مسافرین د سالنګونو په لور نه ځي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې خپاره شوې راپورونه ښایي چې د هرات او بادغیس ترمنځ د سبزک کوتل هم د سخاو اورښتونو له امله تړل شوی.

هر کال د سختو ورښتونو او بادونو له امله د سالنګ لویه لار بندېږي او په دې لویه لار تګ راتګ له کړاونو سره مخ کېږي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ