په افغانستان کې د ښځو په مرموز ډول وژنې؛ د کابل لویدیځ کې د یوې پېغلې مړی وموندل شو

لخوا Aamaj News

د کابل په لویدیځ کې د خلکو له منځه سرچینې دا مني چې په تړلو لاسونو سره د یوې ځوانې نجلۍ مړی؛ (یکشنبه ورځ، د کب ۱۵مه) د دشت برچي سیمې تکامل ښوونځي له کوڅې موندل شوی.

سرچینې ادعا کړي؛ چې په یاده نجلۍ جینسي تېری هم شوی.

هغه انځورونه چې له دې نجلۍ څخه په خواله رسنیو کې خپاره شوي، نوموړې په تړلو لاسونو او پښو سره د کثافتونو پر سر غورځول شوې ښایي. د دغه نجلۍ هویت لا نه دی څرګند شوی.

کابل امنیه قومندانۍ کې طالب چارواکو لا په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې څو ورځې وړاندې بلخ کې هم دوې نجلۍ په مرموز ډول وژل شوې وې. د دوی جسدونه د (پنجشنبه ورځ، د کب ۱۲مه) د مزارشریف اړوند د شادیاتو تنګي له نږدې سیمو موندل شوي وو.

په ورته وخت کې د “ښځو نړیوالې ورځې” د مارچ اتمې نېټې ته له نږدې کېدو سره؛ د افغانستان په کچه د ځوانو نجونو مرموزې وژنې زیلتې شوې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ