په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې نن (یکشنبه، د سلواغې ۲۴مه) په یوه ټوېټ کې لیکلي چې افغان مېرمنې د خپلو حقونو لپاره د مبارزې په اړه په یو نه باورکوونکی ډول خبرې کوي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې افغان مېرمنې د خپلو حقونو لپاره د مبارزې اوږده مخینه لري او د خنډونو پر وړاندې په بې ساري ډول خبرې کوي.
د ملګرو ملتونو د ښځو دفتر زیاته کړه: “افغان ښځې نه شي کولی په یوازې ډول د ښځو د حقونو د دفاع مسوولیت ولري، دا زموږ نړیوال مسوولیت دی.”
خو د ورستیو بدلونونو او د خپلو حقونو لپاره د ښځو له پراخو لاریونونو وروسته یو شمېر لاریونوالې ښځې له خپلو کارځایونو او کورونو څخه نیول شوي دي.