په ایران کې د افغان کډوالو بې برخلیکي؛ د دې وضعیت دوام به ترکوم ځای وغځېږي؟

لخوا Aamaj News

د جمهوریت نظام له راپرځېدو وروسته، په افغانستان کې د کډوالیو ینوې څپې بیا پیل شوې.
د افغانستان ځوانان د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران اسلامي جمهوریت ته کډوال شوي. همداشان هره ورځ په ایران کې د افغانستان ځوانو پر شمېر کې زیاتوالی راځي او د راتلونکي لپاره یې روښانه لار هم نشته.

دا په داسې حال کې ده؛ چې طالبان بې له دمې څخه په افغانستان کې د دې هېواد خلکو او په ځانګړي ډول د تحصیل کړي قشر له پاتې کېدو خبرې کړي. طالب چارواکو په ځلونو او په تکرار ډول د افغانستان له ځوانانو غوښتي؛ چې خپل هېواد کې پاتې شي او شغلي فرصتونه به ورته برابر شي.

خو ځوانان وایي؛ چې د طالب چارواکو دا شعارونه له یوې خبرې پرته نور څه نه دي.

ځوانان زیاتوي: “موږ د کار او ډوډۍ اندېښنه لرو؛ خو طالبان د دې پر ځای چې موږ ځوانانو ته د دندې فرصتونه رامینځته کړي، موږ له شغلي مصروفیتونو بې برخې کوي.”

حشمت هغه مستعار نوم چې نوی له افغانستان څخه ایران ته تللی وایي؛ چې څلور اولادونه لري او کور کې یې هم پالنې لپاره هېڅوک نشته.

نوموړی زیاتوي: “کله چې په هېواد کې د جمهوریت نظام حاکم و، په مزارشریف کې پر کارګرۍ بوخت وم. هره ورځ به سهار وخته له خوب پاڅېدم تر څو د اولادونو لپاره مې ډوډۍ چمتو کړو او له دې وړاندې چې اته بجې شي، زه به د کاریګرۍ په میدان کې حاضر وم؛ خو کله چې د جمهوریت نظام سقوط شو نور له کار څخه کوم خبر نه و.”

نوموړي وویل: “موږ هڅه وکړه چې کار ته ولاړ شو، خو موږ څوک کار ته نه بیایي او ما د ژوند له جبر او ستم له امله ایران ته سفر وکړ، تر څو کورنۍ د مرګ له لمنې وژغورم.”

نوموړی زیاتوي؛ چې په تهران کې د کډوالو له زیاتېدو سره د کار وضعیت هم خراب شوی او اونۍ کې درې ورځې هم نه توانېږي کار ته ولاړ شي.

مستعار نوم لرونکی فیاض یو بل کډوال دی. نوموړی څلو کاله کېږي چې ایران کې دی. فیاض پینځه ماشومان لري او د ژوند د لګښتونو برابرولو لپاره کالونه کېږي ایراین کې دی.

نوموړی وایي؛ چې د ژوند غوره پړاو یې د خلکو په هېواد او له کور او کورنۍ لري تېر شوی.

نوموړي وویل: “زه حتا سم نه پوهېږم چې ماشومان مې څنګه لوی شول؛ ځکه ډېر عمر مې کډوالۍ کې تېر شوی.”

له تېښتې او کډوالۍ څخه خبرې په داسې حال کې کېږي، چې د کډوالو حقونو فعال نقیب‌الله راسخ ایران کې د افغان کډوالو وضیعت یو بد خوب بولي او وایي؛ چې افغان کډوالو د ستونزو یو غر پر اوږو وړي، دوی هغه خلک دې چې نه د افغانستان واک لرونکو لپاره ارزښت لري او نه په ایران کې ارزښت او درناوي. دغه بې برخلیکه او بېځایه شوی جمعیت دی.

نوموړی زیاتوي؛ چې د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته، ایران هېواد له دې خلاګانو څخه په خپله ګټه کار اخلي او په بېلا بېلو بهاتو سره هره ورځ کډوالو له پولو وباسي.

د ملګرو ملتونو سازمان د یو راپور پر بنسټ، ۲۰۲۱م کال کې درې میلیونه او ۶۱۶ زره افغانان ایران کې و چې له دې ډلې ۵۸۶ زره کسانو قانوني ویزې، ۷۸۰ زره کډوال او دوه میلیونه او ۲۵۰ زره هېڅ اسناد نه لري.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي څه موده وړاندې ویلي و؛ چې هېواد یې له افغانستان څخه د ۳.۵ میلیون کډوال کوربه دی.

سربېره پر دې، د نیمروز ولایت د کډوالو او عودت کوونکو رئیی صدیق‌الله نصرت وایي، چې هره ورځ دوه الی دونیم زره افغان کډوال له ایران څخه دې ولایت ته راګرځول کېږي.

نصرت زیاتوي؛ چې دې کډوالو کې ښځې او بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي چې له ایران څخه په جبري توګه بهر کېږي.

د ایران حکومت په داسې حال کې د افغانستان کډوالو ویستلو کې زیاتوالی راوستی؛ چې په افغانستان کې بیا ځلې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، بې کاري او بېوزلي په بې مخینې ډول زیاته شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ