له ایران څخه د افغانستان کډوالو د وېستلو د څپو د پیل لامل څه دی؟

لخوا Aamaj News

څلوېست کاله کېږي چې ایران د افغانستان کډوالو کوربه دی، هغه کوربه توب چې هره ورځ او هر کال یې د میلمنو شمېر زیاتېږي.

هغه کډوال چې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره، د (ایران – افغانستان قاچاق لارې) د مرګ له واټونو تېرېږي؛ له ژوند سره قمار وهي، کله یوازې او کله هم له کورنۍ سره د ایران په لور روانېږي. هغه لاره چې مالومه نه ده چېرته پای ته رسېږي، خو که د ایران پولیسو لاس ته ولوېږي، مبهم برخلیک سره به موخ وي.

فهیم بدخشي د بدخشان ولایت اوسېدونکی دی چې تازه له قاچاق لارې څخه ایران ته دننه شوی. نوموړی وایي؛ چې له دې لارې د تېرېدو لپاره باید پر ژوند قمار ووهې، ځکه مالومه نه ده چې برخلیک دې څه کېږي. په هغه لار دې ژوند د ایران، پاکستان پوله ساتو او غلو په مرمیو پورې تړلی.

بدخشي چې تېر نظام کې یې په دولت کې دنده ترسره کړې او د واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته اړ شوی افغانستان د ایران په مقصد پرېږدي، آماج ته وایي چې له څو ورځو راپدېخوا د افغان کډوالو نیول ډېر شوي او دا سختۍ بې ساري دي. نوموړی وویل: “څو میاشتې کېږي چې د ناهیلیتوب او ستړیا له یوې نړۍ سره ایران ته رسېدلی یم، هغه ځای چې هېڅ ملګر مې نه درلود، خو له دې پرته مې بله لاره هم نه درلوده. خپلې او د کورنۍ هیلې مې له منځه ولاړې، نن په تهران کې ودانیزې چارې سرته رسوم، خو د پولیسو د نیولو له وېرې په ورځو حتا د کار ځای مخې پلورنځي ته هم نه ځم؛ زموږ څو نور هېوادوال هم له ما سره کار کړي. د ایران ښاریانو د حقوقو په نیمایي کار کړو سوکاله هم نه یو او د خراج له وېرې هره شېبه اندېښمن یو چې اخراج مو نه کړي او افغانستان ته طالبانو ته مو ونه لېږي.”

له ایران څخه د افغانستان کډوالو اخراج او ویستل بې مخینې نه دي، خو په تېرو څو ورځو کې دا بهیر زیات شوی. هغه ویډیوګانې چې اماج ته رسېدلې ښایي؛ چې د ایران پولیس د افغانستان کډوال لویو موټرنو ته پورته کوي او قصد لري له خپل هېواد څخه یې اخراج کړي.

فهیم هم چې د نورو کډوالو په توګه په ناقانونه ډول ژوند کړي وايي: “حتا کله چې موږ د خپل حقوقو ترلاسه کولو لپاره مراجعه کړو، زموږ نیم حقوق یا نه راکول کېږي او یا هم وایي چې همدومره بسنه کړي. ځکه موږ نه توانېږو له خپلو حقوقو دفاع وکړ او د ایران پولیسو له خبرېدو سره، موږ رد مرز کوي.”

په ورته وخت کې، خبریال مختار وفايي له ایران څخه د افغانستان کډوالو د اخراج په اړه وایي چې په ایران کې د افغانستان کډوالو د ستونزو موضوع نوې نه ده، بلکې له څلوېښت کالونو راپدېخوا افغانان په ایران کې شتون لري او کله نا کله د کډوالو وېستلو په اړه پاڅونونه رامنځته کېږي. په ځانګړي ډول تېرو پینځو میاشتو کې چې د طالبانو حکومت څخه تر اوسه ایران ته د افغانانو د کډوالۍ نوې څپه پیل شوې او دا څپه په تېرو شل کالونو کې بې مخینې وه.

وفايي زیاتوي: “چې ایران هم د اقتصادي ناورین، پراخې بېکارۍ، د خوراکي توکو لوړو بیو او نړیوالې انزوا له امله په دې کمیت دافغانستان کډوالو منلو ته چمتو نه دی، له همدې امله د ایران دولت له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان څخه دافغانستان کډوالو مالي ملاتړ د دوی لاسرسي غوښتنه کړې.”

مختار وفایي د آماج خبریال هغې پوښتنې ته په ځواب کې چې آيا له ایران څخه د افغانستان ښاریانو د اخراج د مرزي شخړو او د اوبو جنجال پورې تړاو ولري؟ وویل چې “له ایران څخه د افغانستان کډوالو د اخراج ستونزه نوې او د نه وړاندوینې موضوع نه وه، ځکه څو ځلې دا پېښ شوي او له همدې امله فکر نه کړم په یاده مسأله کې مرزي شخړې رول ولري. ځکه دا یو دوامداره او عمومي بحث دی چې د ایران دولت د افغانستان زیاتو کډوالو د دننه کېدو څخه د مخنیوي لپاره یو شمېر نور اخراج کوي او حتا دوی پوهېږي هغه کسان چې اخراج کېږي بیا او بیا راځي.”

د نوموړي په وینا؛ هغه څه چې دا ځل توپیرلرونکي او اندېښنې وړ دي دا دي، چې ډېری هغه کسان چې ایران ته تللي د اقتصادي ستونزو له کبله نه، بلکې د امنیتي ګواښونو له امله تللي او ډېری یې د افغانستان پخواني حکومت امنیتي ځواکونه دي چې اروپایي هېوادونو ته له تګ یې لاس لنډ و او ایران ته یې پناه وړې ده.

نوموړی وایي: “که دا کسان له ایران څخه اخراج شي ژوند یې په ریښتیني او جدي ډول له خطر سره مخ دی؛ د دې بېلګې مو په تېرو میاشتو کې د بېلابېلو ولایتونو کې درلودې، د بېلګې په ډول د تخار ولایت په یو سیمه کې یو ځوان چې د سیمه ییزو پاڅون کوونکو ځواکونو غړی و، له ایران څخه له رد مرز کېدو وروسته د طالبانو له لوري ووژل شو. همداشان په سمنګان کې څه موده وړاندې مولوي نعیم له خپلو څو کسانو سره ووژل شو نوموړی یو کال وړاندې له طالبانو بېل شوی و او د افغانستان پخوانی دولت سره همکار و چې له څو ځله هڅو وروسته ونه توانېد ایران ته ورسېږي، د ایران پوله ساتو له لوري اخراج او وروسته د طالبانو له لوري ووژل شو د نور نیول کېدل او ترورونه هم ترسره شوي چې د رسنیو لاس ته نه دي رسېدلي.”

که څه هم د افغانستان دغه خبریال له ایران څخه د کډوالو د اخراج موضوع نوي او مرزي ستونزې او د اوبو ترلاسه کولو لپاره د ایران خلکو لاریونونو پورې تړلې نه بولي، خو یو ایرانی خبریال چې نه یې غوښتل آماج یې د دندې او امنیت له امله نوم واخلي، وایي چې له افغانستان څخه د اوبو ترلاسه کولو لپاره د سیستان او بلوچستان خلکو له لاریونونو وروسته، ایران غواړي د طالبانو پر حکومت فشار راوړي، تر څو له دې لارې وتوانېږي د ایران پوله کې مېشت ایرانیانو ته اوبه ورسوي.

د سلواغې اتمه، د جمعې ورځ د ایران زابل، زهک، هیرمنډ، نیمرزو او د سیستان ولایت هامون او بلوچستان یوه شمېر خلکو د هېرمند اوبو ترلاسه کولو حق کې د تعلیق په موخه یې لاریون کړی و او د میلک مرزي سیمه کې سره راټول شوي و. دغه راټولېدنې آرام پای نه درلود او د افغانستان ښاریانو پر لاریو له برید سره مل و. همداشان په زاهدان کې د افغانستان قونسولګرۍ په وړاندې هم د اوبو حق لپاره لاریون شوی و چې د ایران کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې؛ ګډونوالو د پر لاسونو کې له شعارونو سره د هېرمند اوبو حق ترلاسه کولو غوښتونکي شوي و.

په ورته وخت کې؛ په ایران کې د افغانستان څو ښاریانو چې له آماج سره یې خبرې کړې دي، دا مني چې د په پوله کې د مېشتو ایرانیانو له لاریونونو سره، د دغه هېواد پولیسو د افغانستان ښاریانو لپاره د کار شرایط سخت کړي، ځکه نور نه توانېږي به آرامۍ سره خبرې وکړي او کار ځای ته ولاړ شي؛ ځکه وېرېږي چې ونه پېژندل شي او پولیس یې اخراج نه کړي.

د دې سربېره؛ له دې سره چې د افغانستان ښاریان د ایران خلکو له نېک چلند څخه مننه کړي، خو د کورنیو چارو وزارت یو افسر چې د ځان له وېرې تهران ته کډوال شوی او په پلورنځي کې کار کړي، آماج ته وايي چې د پلورنځي مالک له نوموړي سره بد چلند کړی او نوموړي ته یې “افغاني کثافت” ویلي او نوموړي هم کار پرېیښی.
له دې سره چې د ایران رهبرانو له اسلامي انقلاب وروسته ویلي و چې اسلام پوله نه لري او دا یاد هېواد ته د افغانستان کډوالو د جوپو د دننه کېدو پیل و، خو مالومه نه ده چې دا “ناغوښتل شوي میلمانه” به تر کومې مودې د ګاونډي میلمانه ووسي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ