په سویډن کې یو ۴۰ کلن افغان پر یوې ښځې د جنسي تیري په تور نیول شوی دی.
سویډني رسنیو راپور ورکړی؛ محمد امیني چې ځان یې د افغانستان تبعه بولي د سویډن په نوربرګ ښار کې پر یوې افغانې مېرمنې د جنسي تېري او یوه کان څا ته د اچولو په تور نیول شوی دی.
ویل کېږي چې دغه سړی په ۲۰۱۵ کال کې د کډوالو د کړکېچ پر مهال سویډن ته راغلی و او تر اوسه یې د اوسېدو اجازه نه ده ترلاسه کړې; خو سره له دې، هغه په دغه هیواد کې پاتې دی او نه غواړي چې افغانستان ته راستون شي.
په ورته مهال، د هغه هویت تر اوسه هم ندی ثابت شوی او سویډني چارواکي ندي توانیدلي چې دقیقا معلوم کړي چې هغه د کوم هیواد تبعه دی؛ خو داسې ډېرې نښې شته چې هغه له افغانستانه راغلی وي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه کس درې ماشومان لري; خو ښځه نه لري.
همدرانګه د سویډن د پولیسو د معلوماتو پر بنسټ، د سویډن د اوستا او نوربرګ ترمنځ د کان په یوه کنده کې موندل شوې ښځه هم هغه ښځه وه چې محمد امیني غوښتل واده ورسره وکړي. خو ښځې د هغه وړاندیز رد کړ او هغه په جنسي تیري او د کان سوري ته د هغې په اچولو سره غچ آخيستی دی.
محمد امیني تر دې مخکې په یو بل جرم هم محکوم شوی و.
هغه دوه ځله د غیرقانوني موټر چلولو او یو ځل د مخدره توکو د قاچاق په جرم محکوم شوی دی.
8 تبصرې
But wanna say that this really is quite helpful Thanks for taking your time to write this.
This was beautiful Admin. Thank you for your reflections.
A number of them are rife with spelling problems and I find it very bothersome to tell the truth on the other hand I will surely come again again.
This is really interesting You re a very skilled blogger. I ve joined your feed and look forward to seeking more of your magnificent post.
Pretty! This has been a really wonderful post. Many thanks for providing these details.
This was beautiful Admin. Thank you for your reflections.
I m going to bookmark your web site and maintain checking for brand spanking new information.
I really like reading through a post that can make men and women think. Also thank you for allowing me to comment!