اسوشیټیډ پریس راپور ورکړی چې د امریکا د نیو مکسیکو ایالت پولیسو د محمد سید په نوم یو ۵۱ کلن افغان د د دغه ایالت په البوکرکي ښار کې د دوو مسلمانانو د وژلو په تور نیولی دی.
محمد سید د افتاب حسین او محمد افضل حسین په نومونو د دوو پاکستانیانو په وژلو تورن دی.
د دغه ښار د پولیسو چارواکو ویلي دي چې محمد سید د دوو نورو کسانو په وژلو هم شکمن دی.
د البوکرکي ښار پولیسو د دوشنبې په ورځ محمد سید ونیو او د سه شنبې په ورځ (زمري ۱۸مه) په رسمي ډول د افتاب حسین او محمد افضل حسین په وژلو تورن شو.
د البوکرکي پولیسو ویلي دي چې د دغو وژنو اصلي انګیزه لا نه ده معلومه.
په تیرو ۹ میاشتو کې په نیو میکسیکو ایالت کې څلور مسلمانان وژل شوي دي.
2 تبصرې
You have noted very interesting details! ps decent web site.
… [Trackback]
[…] Find More Information here on that Topic: aamajnews24.com/ps/afghan-man-2/ […]