یوناما: په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې ځوروني او تاوتریخوالي لا هم دوام لري

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) وايي، په افغانستان کې د خبریالانو ځورونه او تاوتریخوالی لا هم دوام لري.

یوناما نن (چهارشنبه، د غبرګولي ۱۱مه) په یو ټویټ کې له طالبانو غوښتي چې د رسنیو ټول بندي کارکوونکي خوشي کړي او د خبریالانو خپلسري توقیفونه او ګواښونه پای ته ورسوي.

له بلې خوا د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمیټې له طالبانو غوښتي چې د سلام وطندار د خبریال، رومان کریمي د وهلو ټکولو او د هغه د موټر چلوونکي د نیولو په اړه دې څېړني وکړي او د یو راډیو سټېشن خاوند، جمال الدین دلدار او د یوې سيمه‌ييزي راډیو پخوانی مالک، میرزا حسني دي پرته له کوم قید و شرطه خوشې کړي.

تېره اوونۍ د سلام وطندار خبريال چې د ښځو د لاريون د پوښښ لپاره تللى و، له خپل موټر چلوونکي سره ونيول شو. کريمي ويلي چې د موبايل له کتلو وروسته طالبان هغه وهلى او ډبولی هم دى.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان د خبريالانو د مرکز شمېرې ښيي چې د طالبانو د واکمنۍ له پيل راهيسې لږ تر لږه ٨٠ خبريالان او د رسنيو کارکوونکي په بېلابېلو ولايتونو کې بنديان شوي، چې ډېرى دغه نیوني له تاوتريخوالي او ګواښ سره یوځای دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ