د بشري حقونو د څار بنسټ: طالبانو د افغانستان په ولایتونو کې د رسنیو پر وړاندې پراخ سانسور او تاوتریخوالی کړی

لخوا Aamaj News

د بشري حقونو د څار بنسټ نن (دوشنبه، د کب ۱۶مه) په یوه راپور کې ویلي، چې طالب چارواکو د ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې د افغان رسنیو پر وړاندې پراخ سانسور او تاوتریخوالی پیل کړی او په افغانستان کې یې د نیوکه کوونکو راپورونو خپرولو باندې سخت بندیزو لګولی.

راپور کې راغلي، له کابله بهر د خبریالانو د وضعیت، په تېره بیا د ښځینه خبریالانو وضعیت د پلازمېنې په پرتله ډېر خراب برېښي.

د دې بنسټ په وینا، په ولایتونو کې خبریالان وایي؛ چې طالب غړیو د دوی همکاران چې غوښتل یې راپور جوړ کړي، ګواښلي، بندیان کړي او وهلي او ډبولي دي.

دغې بنسټ زیاته کړې، چې ډېری خبریالان دې ته اړ شوي، چې ځان کې بدلون راولي او یوازې د طالبانو بیانیو او د طالبانو رسمي پېښو تر پوښښ لاندې راوستلو ته یې مخه کړې.

د بشري حقونو د څار بنسټ په یاد راپور کې زیاته کړې: “ښځې خبریالانې له خورا سختو ځپلو سره مخ شوې دي.”

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې له دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غونډې ته ویلي وو؛ چې خبریالان باید له راپور خپرولو وړاندې ملي ګټې، اسلامي ارزښتونه او ملي یووالی په پام کې ونیسي.

هغه زياته کړې وه، چې د هر ډول ستونزو د هواري لپاره به د رسنيو يو نوى کمېسيون جوړ شي او د پخواني حکومت د رسنيو قانون به د اوسني حکومت د چارواکو لخوا پلې شي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته؛ رسنۍ د حرفه‌ای خبریالانو د تېښتې، اقتصادي ستونزو او سانسور په ګډون له جدي ستونزو سره مخ شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ