د افغانستان ژورنالېستانو انجمن د رسنیو له بد اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې

لخوا Aamaj News

د افغانستان آزادو خبریالانو انجمن نن (پنجشنبه، د کب ۱۲مه) په یوه خبري ناسته کې؛ په هېواد کې د رسنیو بد اقتصادي وضعیت څخه اندېښنه ښودلې.

دغه بنسټ له نړیوالې ټولنې غواړي؛ چې افغانستان کط د رسنیو شته ستونزو په وړاندې چُپ پاتې نه شي.

د دغه بنسټ غړي له نړیوال بانک غواړي؛ تر څو ۵ میلیونه افغانۍ چې ملي دسترخوان د عامه پوهاوي لپاره رسنیو ته ځانګړې شوې وي، ورکړي.

د ازادو خبریالانو او ژورنالېستانو انجمن غړي احمدشاه پاینده ویلي؛ چې نړیوالې ټولنې ته زموږ وړاندېز دا دی، چې د افغانستان یو میلیارد آزاد شویو پیسو څخه، د افغانستان رسنیو او ژورنالېستانو برخه هم پام کې ونیسي، تر څو له هغې څخه په ګټه اخیستنې وتوانېږو حد اقل خپل فعالیتونه له کړکېچن حالت څخه عادي حالت ته راوګرځوو.

بل پلو له خبریالانو څخه د ساتنې نړیوال سازمان وایي؛ چې د طالبانو حکومت د افغانستان خبریالانو په وهلو او ډبولو سره غواړي د مالوماتو خپرولو کې بندیزونه وضع کړي او د هېواد رسنۍ په دې ډول مدیریت کړي.

د افغانستان آزادو رسنیو انجمن د رئیس حجت الله مجددي په وینا، په تېرو دوه اونیو کې وردګ ولایت کې د تجلی راډیو دروازه وتړل شوه او خبریالانو یې د نورو کسانو په څېر درنو کارونو ته مخه کړه.

دا په داسې حال کې ده؛ چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته، د هېواد رسنۍ د طالبانو تر نظر لاندې له سانسور سره مخ دي او د یو زیات شمېر دغه رسنیو اقتصادي وضعیت هم له کړکېچ سره مخ دی.

په وروستۍ پېښه کې آيینه ټلویزیون د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ