ګالوپ څېړنیز مرکز په یوه سروې کې ویلي چې د افغانستان ٧٤ سلنه وګړي په اندېښنو او ناآرامیو کې اوسیږي.
یاذ بنسټ ویلي په ٢٠٢١ کال کې د اففانستان وګړي، د «منفي عواطفو» د تجربو دتشخیص له نظره په سر کې دي.
کالوپ زیاته کړې چې د افغانستان وګړي د ٢٠١٧ کال راپدېخوا پرته له ٢٠٢٠ نه چې د کرونا لکبله سروې نه ده شوې، تل یې د مثبتو عواطفو تر ټولو لږه کچه تجربه کړې ده. د ګالوپ د سروې پر بنسټ، په ٢٠٢١ کال کې له عراق نه چې د دو پرله پسې کلونو لپاره د منفي عواطفو د تجربې برخې په سر کې و، مخ کې شو.
طالبان د ګالوپ څېړنیز مرکز د راپور په غبرګون وایي چې دغه راپور حقیقت نه لري.
د طالبانو مرستیال ویاند بلال کریمي د ګالوپ مالومات ناسم بللي او ویلي یې دي چې د افغانستان د وګړو ٧٤ سلنه اضطراب او ناآرمي حقیقت نه لري.
هغه ویلي چې د ګالوپ راپور د ناسم اطلاعاتو او پروپاګند پر اساس جوړ شوی.
د طالبانو مرستیال ویاند زیاته کړې چې د افغانستان ډېری اوسېدونکي د دوی تر واکمن کېدو وروسته امنیت او خوښي احساسوي.