د بشري حقونو د څار ادارې اندېښنه: د عاليې عزیزي له ورکېدو شپږ میاشتې تېرې شوې

لخوا Aamaj News

د بشري حقونو د څار ادارې نن (چهارشنبه د وري ۳۱مه) په یوه راپور کې ویلي چې د هرات د ښځو د زندان د مشرې عاليې عزیزي له ورکېدو شپږ میاشتې تېرېږي او ښايي هغه په ​​زوره ورکه شوې وي.

دغه ادارې زیاته کړې چي طالب چارواکي باید په چټکي او ډاډ سره د عاليې عزيزي د نادرکه کېدو په اړه څېړنه, له زندانه خوشي او یا د هغې پټنځای وښوي.

د عزيزي کورنۍ د هغې په موندلو کې د هرات له والي او د هرات د محبس له رييس څخه مرسته وغوښته او له طالب چارواکو يې وغوښتل چې په دې اړه پلټنې وکړي.

خو طالب چارواکو ورته ویلي چې دا یوه کورنۍ مسله ده او دوی به په کې مداخله ونه کړي.

دغي ادارې د افغانستان د بشري حقونو د څیړونکې فرشته عباسي له قوله ویلي: «جبري ورکیدل یو ستر جنایت دی چې په افغانستان کې به تر هغه دوام وکړي چې طالب چارواکي د دې ظلم د پای ته رسولو لپاره جدي پریکړه نه وي کړې او لاملین یې د عدالت منګولو ته نه وي سپارلی.»

د بشري حقونو د څار اداره د عزیزي دوسيه د بشري حقونو د سرغړونو په څېړنه کي د طالب چارواکو ناکامي بولي.

دغه اداره زياته کړې چي طالب چارواکي دي د دغه ډول پېښو د انکار پر ځای د خپلو امنیتي ځواکونو لخوا د ناوړه ګټي آخيستني د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

عالیې عزیزي شپږ میاشتې وړاندې د اکتوبر په میاشت کې وروسته له هغه ورکه شوه چې د طالبانو لخوا د هرات د ښځو په زندان کې د خپلي دندي ترسره کولو ته راوغوښتل سوه او د هغې برخلیک لا هم معلوم نه دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ