د طالبانو هیئت د ازبېکستان امنیت شورا له مرستیال سره د دواړو هېوادونو تر منځ پر بنسټیزو پروژو خبرې وکړې

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وایي چې امیرخان متقي د ازبېکستان امنیت شورا له مرستیال سره لیدلي.

دا لیدنه چې تېره ورځ (یک شنبه) ماښام د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ازبېکستان امنیت شورا مرستیال او بهرني سیاست کې د ازبېکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عبدالعزیز کاملوف تر منځ ترسره شوې، دواړو لورو د افغانستان او ازبېکستان ترمنځ ذ بنسټیزو پروژو په هکله په کې هبرې کړې دي.

تکل زیاته کړې؛ چې د دواړو لورو د خبرو اصلي محور د ترمذ- مزارشریف- کابل- پېښور رېل پټلۍ د سروې او د کار پیل وو.

د یادونې وړ ده؛ چې متقي تېره ورځ د یو هیئت په مشرۍ د تاشکند نړیواله غونډه کې د ګډونه په موخه ازبېکستان ته سفر وکړ.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ