د طالبانو د کډوالو چارو وزارت: له ایران څخه تر دوه زره زیات افغان کډوال راستانه شوي دي

لخوا Aamaj News

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیا راستنیدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې له ایران څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال راستانه شوي دي.

دغه وزارت وايي، په روانه اوونۍ کې ۲۴۴۹ افغان کډوال له ایران څخه په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د دغه وزارت په اعلاميه کي راغلی چې په دغو کسانو کې ۳۸ کورنۍ او ۱۴۱۳ تنه مجردان شامل دي چې په زوره راستانه شوي دي.

ويل کيږي چي د دغو راستنیدونکو له ډلي څخه اوه کورنۍ او ۸۵۲ تنه مجرد کسان په خپله خوښه راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت زیاته کړې چې دغه راستانه شوي کسان د مهاجرت نړیوال سازمان ته د مرستې تر لاسه کولو لپاره ورپېژندل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو واک ته رسېدو وروسته د کډوالو یوه لویه څپه ايران او ترکيې ته په ناقانونه توګه مهاجرت ته مخه کړه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ