پي بي اس: افغانستان په ژور بحران کې ډوب شوی دی

لخوا Aamaj News

امریکايي پي بي اس ټلویزیوني شبکې په یوه ځانګړي راپور کې د افغانستان وضعیت څېړلی او ویلي یې دي چې د بهرنیو مرستو له ځنډېدو او د طالبانو له واک ته د رسېدو یو کال وروسته دا هېواد په ژور بحران کې ډوب شوی دی.

په دغه راپور کې د امریکا د متحدو ایالتونو له خوا د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدو او د هېواد د اقتصاد فلج کېدو ته په اشارې سره ویل شوي چې د افغانستان نږدې نیمايي وګړي له لوږې او شپږ میلیونه وګړي د قحطۍ له ګواښ سره مخ دي.

په همدې حال په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشرې مرې الن مک ګروټې ویلی: «هغه څه چې زه وینم دا دی چې اوس په دغه هېواد کې هر ډول لیدلوری له منځه تللی او یواځینی څه چې هېوادوال یې غواړي دا دی چې بېرته خپلو دندو ته ستانه شي.»

دغې امریکايي رسنۍ په دغه راپور کې دا هم ویلي، له کومه چې افغانستان د «یوې نړیوالې پېژندل شوې ترهګرې ډلې» له خوا اداره کېږي، نو اقتصاد یې د ترهګرۍ ضد محدودیتونو قرباني شوی هم دی.

د پي بي اس په وینا نړیوالو بندیزونو او د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کول، عادي اقتصادي کړنه ناشونې کړې او سربیره پردې د خوراکي توکو د بیو لوړوالي د کورنیو لپاره د کافي خوراکي توکو پیرود ستونزمن کړی دی.

د مرستو رسولو کارکونکو د دې رسنۍ له خبریالانو سره په مرکه کې ویلي: «د هېوادوالو اړتیاوې دومره زیاتې دي چې کله موږ د ۲۰۰ کورنیو لپاره د مرستو ګېډۍ لرو، خو تاسو وینئ چې له زرو زیاتې کورنۍ د دغو مرستو د ترلاسه کولو لپاره راټولې شوې دي.»

دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د نړیوالو سازمانونو چارواکو په وار وار په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد نیمايي نفوس، یعنې ۲۰ میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ