د طالبانو حکومت مالیې وزارت وایي چې د یاد وزارت د رهبرۍ د پرېکړې پر بنسټ؛ د هېواد ګمراتو کې د هر ټن ډبرو سکرو بیه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه شوې.
یاد وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې نړیوالو بازارونو کې د ډبرو سکرو د بیو لوړېدو او د افغانستان د ګمرکاتو د قانونو او بیوو اېښېدلو د طرزالعمل پر بنسټ، له نن وروسته د هېواد ګمرکاتو کې د ډبرو سکرو بیې زیاتېږي.
دا پرېکړه په داسې حال کې نیول کېږي؛ چې تازه د پاکستان لومړي وزیر له افغانستان څخه په پاکستاني روپۍ سره د ډبرو سکرو د وارداتو امر ورکړی.
د شهباز شریف دفتر په یو ټویټ کې لیکلي چې که له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردات په همدې ډول دوام ومومي، هر کال ۲،۲ میلیون ډالره سپما کوي.