نیویارک ټایمز: په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د پیسو نه درلودلو له امله تړل کېږي

لخوا Aamaj News

نیویارک ټایمز تېره ورځ د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت له چارواکو څخه په نقل قول راپور ورکړی، چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د یو په رسمیت پېژندل شوي دولت د ملاتړ نشتون او د چارو پرمخ وړلو لپاره د پیسو نه درلودلو له امله تړل کېږي.

د دغه راپور پر بنسټ؛ د افغانستان ډيپلوماټان چې د پخواني دولت له لوري او د امریکا په ملاتړ ګمارل شوي و، ۳۰ ورځې وخت لري تر څو د اقامت او یا بشردوستانه ویزې ترلاسه کولو لپاره په امریکا کې غوښتنلیک ورکړي.

بل پلو، نیویارک ټایمز څېړنه کړې؛ چې که دا ډيپلوماټان افغانستان ته ستانه شي، ښایي له ګواښونو سره مخ وي او که د قانوني اقامت یا بشردوستانه ویزې ترلاسه کولو لپاره غوښتنلیک ورنه کړي، ښایي ووېستل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه چارواکو هم ویلي؛ چې د افغانستان سفارت او اړوند دفترونو له ۱۰۰ کسانو کارکوونکو څخه یې تر اوسه شااوخوا ۲۵ کسانو د اقامت غوښتنلیک نه دی ورکړی.

په ورته وخت کې، امریکایي چارواکو ویلي؛ چې دا ډیپلوماټان افغانستان ته نه لېږل کېږي، خو څرګنده نه ده چې چېرته به ولاړ شي.

د یادونې وړ ده؛ چې د کابل له سقوط وروسته، د امریکا سیتي بانک د امریکا له بندیزونو څخه د سرغړونې د مخنیوي په موخه، د افغانستان سفارت بانکي حسابونه تړلي.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د طالبانو حکومت د نړیوالې تولنې لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ