نړۍ کې د خوښۍ احساس کلني راپور، فنلنډ د شپږم پرله پسې ځل لپاره د نړۍ تر ټولو خوښ هېواد اعلان کړ، خو افغانستان یو ځل بیا د دې نوملړ په پای کې دی او د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد مقام یې خپل کړی دی.
دا راپور چې نن (دوشنبه د کب ۲۹مه) د خوښۍ نړیوالې ورځې په مناسبت خپور شوی دی، ښکاروي چې دا احساس د نړۍ په کچه د څو پیاوړو پېښو ترسره کېدو سربېره تر یو حد پورې پر خپل ځای ثابت پاتې شوی دی.
د ۲۰۲۳ کال د خوښۍ احساس راپور کې راغلي، چې اروپا کې د امنیتي وضعیت خرابېدو ته په پام سره، پر اوکراین د روسیې تهاجمي بریدونو او ناټو کې د فنلنډ غړيتوب نه بشپړېدو له امله، فنلنډ د شپږم پرله پسې ځل لپاره د نړۍ خوښ هېوادونو په سر کې دی.
ویل کېږي، چې دا په نړۍ کې د خوښۍ نهم راپور دی، چې د خپلواکو کارپوهانو ډلې لخوا چمتو او خپرېږي.افغانستان کې د طالبانو بیا واک ترلاسه کولو وروسته، د دې هېواد د وګړو اقتصادي او بشري وضعیت ترینګلی شوی او یو شمېر کورنۍ له دې اړخه سختې اندېښمنې دي.
بل پلو د نړۍ هېوادونه او مرستندوی سازمانونه هم افغانستان کې له روان وضعیت شکایت لري او دا اندېښمنوونکی بولي.