د آسیا ملتونو جام ته د لارموندې پړاو پچه‌اچونه؛ افغانستان لومړۍ لوبه د هندوستان په وړاندې ترسره کوي

لخوا Aamaj News

د آسیا ملتونو جام ته د لارموندې پړاو پچه‌اچونه نن (پنجشنبه د کب ۵مه) د مالیزیا پلازمینه کوالالامپور کې ترسره شوه. له دې سره افغانستان خپله لومړۍ لوبه د هندوستان په وړاندې ترسره کوي.

په دې پچه‌اچونه کې د آسیا ملتونو جام کې د ګډون لپاره د افغانستان لپاره درې سیالان ځانګړي شوي چې هند، هانګ‌کانګ او کمبودیا به په څلورمه ډله کې د افغانستان سیالان وي.

د یادونې وړ ده؛ چې په دې لوبو کې هند د افغانستان د ډلې د لوبو کوربه دی.

دې جام د لارموندنې په سیالیو کې، ۲۴ لوبډلې په شپږ ډلو کې له یو بل سره سیالۍ کړي او افغانستان به د دغه سیالانو په ماتولو سره د آسیا ملتونو جام ته لار ومومي.

ښایې دغه جام ته د لارموندنې در سیالۍ د روان میلادي کال د جون په ۸مه پیل شي او آسیا ملتونو جام سیالۍ راتلونکی کال په چین کې ترسره کېږي.

لا تر اوسه ۱۳ لوبډلو دغه سیالیو ته لار موندلې او ښایي یوولس نورې لوبډلې هم ورسره یوځای شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ