تاجېکستان ولسمشر او د روسیې د بهرنیو اطلاعاتو سروېس رییس د افغانستان په اړه خبرې اترې کړې دي

لخوا Aamaj News

د تاجېکستان ولسمشر امام‌علي رحمان او د روسیې د بهرنیو اطلاعاتو د سروېس رییس سرګی ناریشکین د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې او د ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې لپاره د همکاریو پر پراخېدو یې ټينګار کړی دی.

د دواړو هېوادونو چارواکو تېره ورځ (سه‌شنبه) له یو بل سره کتلي او د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره یې اعلان کړی چې دې کتنه کې د افغانستان ستونزې د پام مرکزي ځای درلود.

د روسیې او تاجېکستان په ګډه بیانیه کې راغلي چې دې هېوادونو هوکړه کړې ده چې د افغانستان پولې ته نږدې په ۲۰۲۳ کال کې له ترهګریزو ګواښونو څخه د مخنیوي لپاره د ډله‌‌ییز امنیت سازمان په چوکاټ کې ګډ پوځي نندارې ولري.

ویل کېږي چې دواړو لورو د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاق، سایبري جرمونو او نورو ګواښونو په ګډون له ترهګرۍ، افراطیت او نړیوالو سازمان شویو جرمونو سره د ګډې مبارزې په برخه کې د همکاریو پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د روسیې او تاجېکستان دا اندېښنه په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو او په دې اړه چې د دې هېواد له خاورې به نورو هېوادونو په ځانګړي ډول ګاونډیو ته هېڅ ګواښ ونه ووسي د دوی له ټينګار وروسته دا دوه هېوادونه د داعش د ګڼو بریدونو موخه ګرځېدلي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ