اقتصاد وزارت: ښځینه سوداګرې کولی شي اسلامي او ملي ارزښتونو ته په پاملرنې؛ سوداګریز فعالیتونه وکړي

لخوا Aamaj News

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبدالطیف نظري نن (چهارشنبه د کب ۴مه) په یوه خبري ناسته کې وایي چې د یاد وزارت نوې پالیسۍ پر بنسټ ټول کورني او بهرني سوداکر چې په افغانستان کې د پانګونې هوډ لري، کولی شي بې له کومې اندېښنې یا ستونزې پانګونه وکړي.

نظري زیاته کړې؛ چې د نوې پالیسۍ پر بنسټ، ښځینه سوداګرې هم کولی شۍ د اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې درلودلو سره سوداګریز فعالیتونه وکړي.

نوموړي ټینګار کړی؛ چې د اقتصاد په نوې پالیسۍ کې چې ژر به وړاندې شي، صادرات هڅول کېږي او هېواد ته به باکیفیته وارداتي توکي واردېږي.

د نوموړي په وینا؛ د خلکو د پېرودلو توان کم شوی او دا ستونزه به په سیمه ییزو اقتصادي پروژو کې د شغلي فرصتونو رامنځته کولو سره حل شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ