د سره صليب نړيواله کميټه: بې وزلي د افغانستان اوسېدونکو لپاره يو جدي ګواښ دی

لخوا Aamaj News

د سره صلیب نړیوالې کمیټې د افغانستان د خلکو د بد اقتصادي وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي چې بې وزلي د افغانانو لپاره جدي ګواښ دی.

د سره صليب نړيوالې کمېټې نن (دوشنبه د تلې ۱۱مه) د يوه ټويټ په خپرولو سره دغه خبردارى ورکړ: «د وضعيت د لا خرابېدو د مخنيوي لپاره په افغانستان کې لا زياتې پانګونې ته اړتيا ده.»

دغه بنسټ زیاته کړې چې په لسګونو زره خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي او د ژوند تېرولو لپاره هڅې کوي او وضعیت به د نړیوال ملاتړ پرته لا خراب شي.

د یادولو وړ ده چې د نړۍ هېوادونو او مرستندویه ادارو تل د افغانانو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ