د امریکا ځانګړی استازی: افغانستان کې د کورنۍ جګړې پېښېدو احتمال شتون لري

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وسټ وايي، چې افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پېښېدو احتمال شتون لري.

نوموړي نن (چهاشنبه د تلې ۶مه) د امریکا استراتژیکو مطالعاتو مرکز کې د یوې ناستې پر مهال زیاته کړې: «مسأله دا نه ده چې کورنۍ جګړه پېښېږي یا نه، بلکې مسأله دا ده چې دا جګړه څه وخت پېښېږي.»

نوموړي زیاته کړې چې افغانان د ډيپلماسۍ له لارې سولې ته د رسېدو غوښتونکي دي.

بل پلو نوموړي له زده‌کړو څخه د نجونو بندولو ته په اشارې سره ویلي، چې له زده‌کړو څخه د نجونو بې برخې‌ کول د یوې کوچنۍ ډلې پرېکړه ده، په داسې حال کې چې د افغانستان ۹۰ سلنه خلک د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانیستلو غوښتونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان داستازولۍ دفتر سرپرست مارکس پوتزل هم د یاد سازمان د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې که طالبان دافغانستان وګړو حقونو څخه ملاتړ او له نړیوالې ټولنې سره تعامل کې بند پاتې شي؛ دا هېواد به له ناڅرګند برخلیک سره مخ شي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان ټوټې ټوټې کېدو سره، بېوزلي او انزوا د افغانستان نورې راتلونکې احتمالي سناریوګانې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ