د طالبانو له واکمنۍ شپږ میاشتې وروسته، د آماج څېړنه ښايي چې ۸۲.۷ سلنه کابینه پښتانه او ۹۶.۵ سلنه اوس هم طالبان دي، د څېړنې له مخې ۷۹.۴ سلنه یې پښتانه واليان او ۱۰۰ سلنه طالبان دي. ښځې او هزارهگان د کابینې او واليانو له لیست څخه بې برخې دي.
د طالبانو په کابینه کې ۶.۸ سلنه تاجېک، ۶.۸ سلنه اوزبېک او ۳.۴ سلنه نورستانیان ګډون لري.
د طالبانو حکومت خپل مخالفین او موافقین لري؛ په زړه پورې خبره دا ده چې یو شمېر مخونه بدل شوي او له پخوانیو جمهوري غوښتونکو څخه اوسني امارت غوښتونکو ته بدل شوي.
په هر حال، د پخواني حکومت يو شمېر سياستوالو د ټول شموله حکومت غوښتنه کړې او ځينو يې ټول شموله توب تر ټولو بې مانا مفهوم ګڼلی.
د ملي کنګرې ګوند مشر عبداللطیف پدرام وايي، په افغانستان کې ټول شموله حکومت د طالبانو په امارت کې تر ټولو بې معنی مفهموم لري. هغه زیاتوي چې له “دوو څخه زیاتې لارې نشته؛ وېش او یا هم ډیموکراټيک فدرالیسم.”
د احمدشاه مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود وايي، نړیواله ټولنه باید پوه شي چې د طالبانو په مشرۍ په افغانستان کې د یوه جامع حکومت رامنځته کېدل ناشوني دي. هغه زیاته کړه، ټول شموله حکومت د قومونو تر منځ د واک ویش نه دی.
د افغانستان له ګاونډیانو نیولې تر اروپايي هېوادونو او امریکا پورې په هېواد کې د ټولو توکمونو په ګډون سره د یوه ټول شموله حکومت غوښتنه کوي.
ایران وايي، د یوه ټول شموله حکومت جوړول د اوسني وضعیت یوازینۍ حل لاره ده. هند وايي لومړیتوب باید د یوه ټول شموله حکومت جوړېدل وي.
د تاجیکستان ولسمشر امامعلي رحمان په افغانستان کې د یوه رښتیني ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.
د ترکیې ولسمشر، رجبطیب اردوغان هم د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینکار کړی، نوموړي ویلي “په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت له رامنځته کېدو او په ټولنیزو فعالیتونو کې د ښځو له ونډې پرته، موږ به د کابل د هوايي ډګر په مدیریت کې برخه وانخلو.”
خو د پاکستان صدراعظم، عمران خان په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو پر ځای بله ټاکنه شتون نه لري او نړۍ باید له طالبانو سره تعامل وکړي.
روسیې ویلي چې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه دا مهال خبرې نه دي شوي. زموږ هیله د ټول شموله حکومت جوړښت دی. د امریکا متحده ایالاتو ویلي، داسې حکومت باید جوړ شي چې د ټولو خلکو استازیتوب وکړي.
خو طالبان حکومت ټول شموله ګڼي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي، حکومت ټول شموله دی او ټول توکمونه له ځان سره لري.
له شپږو میاشتو وروسته خلک څه حال لري؟
په افغانستان کې وضعیت اوس ډیر ژور او پیچلی شوی. په عصري تاریخ کې د لومړي ځل لپاره، خلک په خپل هېواد کې د داسې حکومت تر سیوري لاندې ژوند کوي چې نه کورنی ملاتړ لري او نه نړیوال مشروعیت لري.
شپږ میاشتې وروسته؛ د لوږې شمېره په بې مخینې ډول لوړه شوې او ډیر خلک د ژوندي پاتې کیدو لپاره د ډوډۍ په اړه اندیښمن دي.
په دې شپږو میاشتو کې؛ یو غمجن کړکیچ د خلکو پر ژوند حاکم شوی دي. له یوې خوا ښځې چې غواړي د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې وساتي او له بلې خوا هغه ځوانان چې له هېواده د تېښتې فکر کوي. له بلې خوا، هغه واکمنان چې فکر کوي په زور سره یې حکومت او اداره ترلاسه کړه، د خلکو رضایت ترلاسه کولو ته اړتیا نلري.
سربېره پر دې؛ رسنۍ او خبریالان یوه کورنۍ جدي ننګونه ګڼل کیږي او هر هغه ژورنالېست چې له طالبانو سره اختلاف لري، د دښمنۍ په سترګه ورته کتل کیږي.
خو اصلي پوښتنې دا دي؛ چې آیا طالبان سم لوري ته روان دي؟
آیا د خلکو لوږه به طالبان په ګونډو کړي؟
هغه پوښتنې چې وخت به یې ځواب کړي.