د ماشومانو د ملاتړ نړیوال سازمان ویلي چې روان کال، په افغانستان کې ۹۷ سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې لاندې د راښکته کېدو له خطر سره مخ شوي دي.
دغه سازمان تېره ورځ (سه شنبه) د اګست د میاشتې د راپور په خپرولو سره ویلي چې د ۱۳ میلیونه ماشومانو په ګډون، ۲۴.۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
په راپور کې راغلی چې د روان کال د جون او نوامبر میاشتو تر منځ به ۱۸.۹ میلیونه وګړي له بېړني حالت یا د خوړو د نه خوندیتوب له بحران سره مخ شي.
د یاد راپور له مخې، په کال کې ۱.۱ میلیونه تر پنځو کالو کم عمره ماشومان په سختې خوارځواکۍ اخته دي.
د ماشومانو د ملاتړ سازمان زیاته کړې: «په ۲۰۲۱ کال کې شاوخوا ۷ میلیونه کسان په هېواد کې دننه بې ځایه شوي دي.»
راپور وايي چې په افغانستان کې اته میلیونه ماشومان تعلیم ته د لاسرسي لپاره مرستې ته اړتیا لري.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د ښوونکو د معاشونو نه ورکولو او د بېوزلۍ د فلج کونکې کچې د دوام په صورت، لس میلیونه ماشومان د ښوونځیو پرېښېدو له خطر سره مخ دي.
دغه سازمان د هغو ماشومانو شمېر چې رواني روغتیایي ملاتړ ته اړتیا لري ۴.۵ میلیونه یاد کړی دی.
د يادونې وړ ده چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د افغانانو اقتصادي، ټولنيز او رواني وضعيت مخ په خرابېدو شوى دى.
د نړۍ هېوادونو او مرستندویه سازمانونو تل پر دې وضعیت اندېښنه ښودلې ده.