د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان ښځو پر وضعیت د قطر بهرنیو چارو وزیر سره خبرې وکړې

لخوا Aamaj News

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وسټ د افغانستان وضعیت په اړه د قطر بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره خبرې اترې کړې دي.

د امریکا ځانګړي استازي له یادې لیدنې په هرکلي سره افغانستان کې د ښځو پیاوړي کولو او اقتصادي ثبات باندې د دواړو هېوادونو پر مینوالتوب ټینګار کړی.

وست په دې لېدنه کې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د بندیانو بهري پخواني ځواک مارک فریکس او بشر نورزي د بدلولو کې قطر له رول څخه هرکلی کړی.

د امریکا ځانګړي استازي د قطر بهرنیو چارو وزیر سره په داسې حال کې د افغانستان ښځو وضعیت باندې خبرې کړې دي، چې د طالبانو له رامنځته کېدو وروسته، دې ډلې لا تر اوسه له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ