مکرون: افغانستان له بشري ناورین او سختې قحطۍ سره مخ دی

لخوا Aamaj News

د فرانسې ولسمشر، امانویل مکرون وايي چې افغانستان له بشري ناورین او سختې قحطۍ سره مخ دی.

د فرانسې ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې په افغانستان کې بشري وضعیت ته د نړۍ د جدي پاملرنې غوښتونکی شوی او ټینګار یې کړی چې نړۍ باید په دغه هېواد کې قحطي د نړۍ د ګډې اجنډا یوه برخه وګڼي.

ښاغلي مکرون همداراز د خپلې وینا په یوه برخه کې په نړۍ کې د ترهګرۍ خطر جدي بللی او زیاته یې کړه چې نړۍ تر اوسه د دې پدیدې په له منځه وړلو نه ده بریالۍ شوې.

له بلې خوا په دې غونډه کې د آلمان لومړی وزیر، اولاف شولتز هم له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو له خوا د افغان نجونو له زده کړې بې برخې پاتې کېدو په اړه دې بې پروا پاتې نه شي او دغه ستونزه دې له پامه ونه غورځوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ