په افغانستان کې لوږه او بېوزلي؛ دلارام رحمتي د خپلو لوڼو له پلورلو وروسته خپل پښتورګي پلورلو ته اېښي

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ د ناورین په درشل کې؛ د هرات بېځایه شویو کمپ یو استوګن ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، چې د بېوزلۍ له امله یې خپلې لوڼې پلورلې دي اوس هوډ لري تر څو خپل پښتورګي وپلوري.

د ګارډین ورځپاڼې “یک شنبه، د دلوې ۳مه” راپور ورکړی چې افغانستان کې سختې بېوزلۍ او بېځایو شویو یاد هېواد کې خلک له ناهیلي کوونمو او سختو ټاکنو سره مخ کړي.

دلارام رحمتي چې د اته کسیزه کورنۍ مشر دی، هرات کې یې یادې ورځپاڼې ته ویلي؛ چې کوچنۍ لوڼې یې د لوږې له امله پلورلې دي او خپلې کورنۍ ته د خوړو چمتو کولو په لټه کې دی، له دې امله هوډ لري خپل پښتورګی وپلوري.

نوموړي ویلي: “زه اړ شوم تر څو خپلې دوه لوڼې، یوه اته کلنه او بله شپږ کلنه وپلورم.” رحمتۍ ویلي؛ چې څو میاشتې وړاندې یې خپلې دوه لونې د ۱۰۰ زره افغانیو په بدل کې پر هغه کورنیو چې نه یې پېژني پلورلې دي.

د رحمتي کورنۍ څلور کاله وړاندې بادغیس د وچکالۍ له امله پرېښی و.

په افغانستان کې د طالبانو له واک تت رسیدو وروسته، د لوڼو او پښتورګو د پلور بازار یو ځل بیا د ژبو پر سر راغلی او خلکو د بېوزلۍ له امله د خپلو لوڼو پلورلو ته مخه کړې.

اړوند لیکنې

1 تبصره

یو نظر پریږدئ