د شانګ‌های د همکارو سازمان د مشرانو ګډه اعلامیه؛ افغانستان کې دې ټول‌ګډونه حکومت جوړ شي

لخوا Aamaj News

سمرقند کې د شانګ‌های همکاریو سازمان د غړو هېوادونو مشرانو له درې ورځنۍ ناستې وروسته ګډه اعلامیه صادره کړې او افغانستان کې یې د ټول‌ګډونه حکومت جوړېدو ټینګار کړی.

د شانګ‌های همکاریو سازمان د غړو هېوادونو مشرانو نن (جمعه د وږې ۲۵مه) په یوه ګډه اعلامیه کې؛ افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت جوړول مهم بللي او ویلي یې دي، چې دوی د افغانستان ټولنې ټولې سیاسي، قومي او مذهبي ډلې «ډېر مهم» بولي.

یاده اعلامیه د چین، روسیې، قزاقستان، قرقیزستان، تاجېکستان، ازبېکستان د ولسمشرانو او د هند او پاکستان لومړیو وزیرانو لخوا تصویب شوې ده.

د شانګ‌های همکاریو سازمان د غړو هېوادونو مشرانو ټینګار کړی چې د افغانستان روان وضعیت ته د بېړنۍ حل لارې موندل، د یاد سازمان د هېوادونو امنیت د تقویت لپاره مهم عامل دی.

د ازبېکستان دولت چې د نننۍ ناستې کوربه وو، ویلي یې دي، چې د شانګ‌های سازمان د هېوادونو د مشرانو ناسته د سیمې د ثبات ډاډه کولو لپاره د ټولو غړو هېوادو کډه تګ لاره ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ