ګالوپ موسسې په خپل نوي راپور کې ویلي؛ چې په تېر یو کال کې نړۍ په بې مخینې ډول په غمجن، اندېښمن او اظطراب لرونکې ځای بدله شوې چې تر ټولو ډېر د افغانستان او لبنان خلکو په «بدبختۍ» کې ژوند کړی دی.
د یاد راپور پر بنسټ، افغانستان او لبنان هغه دوه هېوادونه دي؛ چې د یادې موسسې د منفي تجربې په نوملړ کې یې تر ټولو لوی امتیازونه ترلاسه کړي.
یادې موسسې دې ته په اشارې سره چې افغانستان تېر کال هم په همدې ځای کې ځای درلود ویلي: «د نوملړ په پای کې د افغانانو ځای نوی نه دی؛ خو د نوملړ په ښکتنۍ برخه کې د لبنان ځای نوی دی.»
یاده موسسه همداشان په خپل راپور کې وایي له هغه ځای چې عراق د داعش ډلې په وړاندې د جګړې په بهیر کې ورته ځای خپل کړی وو، لا هم د بدبخته هېوادونو په منځ کې دی.