د روسیې او ازبکستان مشرانو په افغانستان کې د سولې او ثبات پر ټینګښت ټینګار وکړل

لخوا Aamaj News

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایف سره لیدنه کړې ده.

کرملین د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ له لیدنې وروسته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې روسیه او ازبکستان به په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

شوکت میرضیایف د دوو ورځو لپاره (د پنج‌شنبه ورځ د میزان ۱۳مه) مسکو ته ورسېد او تېره ورځ یې له ولادیمیر پوتین سره وکتل.

په کرملین کې له خبرو اترو وروسته د دواړو هېوادونو د مشرانو په ګډه اعلامیه کې چې د روسیې د تاس خبري اژانس له خوا خپره شوې، راغلي: «په افغانستان کې سولې او ثبات ته به لومړیتوب ورکول کېږي، چې له مخې به یې په بشپړه توګه د منځنۍ اسیا او د هغه د ګاونډیو هيوادونو امنیت او پراختیا تامینوي.»

په همدې حال کې په دوو کلونو کې د داعش خراسان څانګې له افغانستان څخه پر ازبکستان څو راکټي بریدونه کړي دي. تېر کال داعش په کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه د ځانمرګي برید په ترڅ کې دوه روسي ډیپلوماټان ووژل.

ولادیمیر پوتین او شوکت میرضیایف په خپله ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د وضعیت په ښه‌کولو کې اساسي همغږي‌کوونکي رول ولوبوي.

روسیې او ازبکستان په وار وار له طالبانو غوښتي چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي، ټول‌شموله حکومت جوړ کړي، قومي ډلو ته درناوی وکړي او د بشري‌حقونو مسلو او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ