د مسکو ناستې په اړه د ملي مقاومت شورا غبرګون: د طالبانو په شتون سره به د افغانستان مسله حل نه شي

لخوا Aamaj News

ویل کیږي چې د روسیې په کازان ښار کې د فارمټ‌مسکو پنځمې غونډې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر په حضور سره ترسره شي؛ خو د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا ویلي چې د افغانستان مسله په یو اړخیز حضور سره نه شي حل کېدای.

دغې شورا د مسکو د غونډې په تړاو په یوه بیان کې ویلي، د نړیوال امنیت تامین د ټولو هېوادونو اړتیا ده او د ترهګرۍ د ناوړه پدیدې پر وړاندې مبارزه د نړۍ ټولیز مسؤلیت دی.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا په وینا، طالبان هېوادونه له جدي ګواښ سره مخ کړي او ډېر ژر به د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د ډېرو ستونزو لامل شي.

د افغانستان د ژغورنې ملي شورا په خپله اعلامیه کې د فارمټ‌مسکو د غونډې مشرانو ته په خطاب کې لیکلي:«د افغانستان د اوسني کړکېچ هر ډول حل به هغه وخت عملي او پایداره وي چې د افغانستان د مسئلې ټولې خواوې په کې شریکې شي.»

د دغې شورا په اعلاميه کې ويل شوي دي: «د طالبانو ډلې په تيرو دوو کلونو کې وښودله چې د افغانستان د خلکو په وړاندې د زغم روحيه نه لري، نه د سياسي جريان شتون مني او نه د بشري ټولنې سره د تعامل وړتیا لري.»

په ترکیه کې د طالبانو ضد څېرو په وینا، نجونو له زده‌کړې محرومول او په ټولو برخو کې د ښځو له کار کولو منع‌کول، د ښځو محدودول او له ټولنې څخه په بشپړه توګه د هغوی لرې‌کول د «جنسیتي اپارتاید» ښه بېلګه ده.

دغې شورا همداراز ويلي چې سیاسي، قومي او مذهبي تبعیض د طالبانو د ډلې د قانوني، بشري او اخلاقي معیارونو خلاف د چلند یوه برخه ده.

د افغانستان د ژغورنې ملي شورا زیاته کړې: «د طالبانو د افراطي او ترهګرې ډلې د واکمنۍ دوام د افغانستان وضعیت نور هم کړکېچن کوي ​​او د سیمې او نړۍ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.»

دغې شورا ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍوالې ټولنې ته ویلي چې «د افغانستان مسله د طالبانو په یو اړخیز حضور او د نورو سیاسي ګوندونو او ایتلافونو له استازو او د افغانستان د خلکو له ګډون پرته نه شي حل کېدای، هر ډول پریکړه او حل باید د افغانستان د مسئلې په اړه د ټولو په حضور کې وشي.»

د افغانستان د ژغورنې ملي شورا ویلي، چې طالبان له ټولو ترهګرو ډلو سره نږدې همکاري لري او یو ځل بیا یې «افغانستان د ترهګرۍ په خوندي ځاله بدل کړی دی.»

دې شورا همدا راز زیاته کړی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تایید کړې چې د طالبانو ډله په افغانستان کې د «ترهګرو سازمانونو» ملاتړ ته دوام ورکوي او د «ترهګرو ډلو لکه القاعدې، TTP، د تاجکستان انصارالله، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، ETIP او تر ٢٢ زياتې تروريستي ډلې» د دغې ډلې او د هغوى د ملاتړو تر ملاتړ لاندې په تېره بيا د هېواد په شمال او جنوب ختيځ کې فعالیتونه دوام لري.

د مقاومت ملي شورا همداراز یادونه کړی چې «جبر، توقیف، شکنجه، صحرايي محاکمې، د پخوانیو دولتي کارکوونکو او امنیتي ځواکونو وژل، د دې ډلې یو بل بشري جنایت دي.»

ټاکل شوې د مسکو غونډه د سپټمبر په ۲۹ د روسیې په کازان ښار کې جوړه شي. په دې غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي روسیې ته تللی دی.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Megazone - Diamond FM November 5, 2023 - 7:41 am

We always follow your beautiful content I look forward to the continuation.

ځواب

یو نظر پریږدئ