د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا د اساسي قانون د طرحې او تدوین په اړه د طالبانو د پرېکړې په غبرګون کې ویلي، طالبان په کورنۍ او نړیواله کچه د یوې ناقانونه او نامشروع ادارې په توګه د اساسي قانون د تأليف یا د بدلون حق نه لري.
دغې شورا په اعلاميه کې زياته کړې: «د ناقانونه حکومت لهخوا په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان له تصويب شوي اساسي قانون باندې هر ډول لاسوهنه هيڅ بنسټ نه لري او په حقيقت کې د تروريستي او افراطي اعمالو د پياوړتيا او مشروعيت لپاره يوه هڅه ده.»
د طالبانو ضد شورا په یوه بیان کې د ولایتونو د علماوو د شورا په جوړښت کې د شیعهګانو نهشتون ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې طالبانو د افغانستان د وروڼو قومونو په تېره بیا شیعهګانو په وړاندې د «تبعیض او لهمنځه وړلو» پالیسي غوره کړې ده.
په ترکیه کې د افغانستان د ژغورنې د مقاومت شورا ویلي دي: «د جعفري فقهې له رسميت سره سره د افغانستان په څو کلتوري او څو ملیتي ټولنه کې د جعفري او اسماعیلي فقهې د پیروانو په وړاندې تبعیض نه یوازې غیر عادلانه او غیر اخلاقي دی، بلکې د تریخوالی لامل کیدای شي.»
د افغانستان د شیعه علماوو شورا د هېواد د اوو ولایتونو لپاره د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده لهخوا د علماوو د شورا اعلان شوی جوړښت «غیر عادلانه» او «له انصافه لرې» بللی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو مشر په لغمان، سرپل، غور، دایکندي، میدان وردګو، بامیان او نورستان ولایتونو کې د علماوو د شوراګانو د جوړولو جلا جلا فرمانونه صادر کړي او په دغه فرمان کې لیدل کېږي، چې هیڅ شیعه دیني عالم د دې شورا غړیتوب نه لري.
1 تبصره
Wonderful post! We will be linking to this great article on our site. Keep up the great writing